امریکا: ترهغو جګړو ته دوام ورکوو ترڅو طالبان د زور له لارې سولې ته اړ کړو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۳ فرید افغان)

د امریکا د وسلوال ځواک د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل وایي؛ پر طالبانو د سیاسي فشار تر څنګ پوځي فشار ته هم ادامه ورکوو تر څو سوله وکړي.

ووټل تیره ورځ د امریکا د سنا جرګې د وسلوالو ځواکونو کمیټې ته وویل؛ کلیدي ستراتیژي مو داده چې وسلوال طالبان د زور له لارې وځپو تر څو اړ شي وسلې پرځمکه کیږدي او له کوم شرط او قید پرته سولې ته زړه ښه کړي.

ووټل زیاته کړه؛ افغان حکومت ژمنه کړې چې په حکومت کې د شته فساد مخه به نیسي او همداراز به پر طالبانو خپلو سیاسي او پوځي فشارونو ته له امریکا سره په همغږي دوام ورکوي.
نوموړي وویل؛ که افغان حکومت په خلکو ځان منل غواړي نو په حکومت کې دننه اصلاحات او ښه حکومتولي دې رامنځته کړي او راتلونکو ټاکنو ته دې لار هواره کړي.
ووټل وویل؛ چې د افغانستان خلک او حکومت د طالبانو واک ته رسیدل نه غواړي او په دې برخه کې د هغوی ملاتړ کوي.
امریکا داسې مهال پر جګړه ټینګار کوي چې، تیره ورځ طالب ویاند ذبيح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي و، چې امریکا دې په بهانو سره د خبرو وخت نه ضایع کوي او مخامخ مذاکراتو ته دې له دوی سره چمتو شي.
مجاهدوا ګواښ کړی و، چې که امریکا مخامخ مذاکراتو ته چمتو نه شوه دوی به یې په ټول توان سره د جګړې په ډګر کې مات کړي.
د مجاهد په وینا “موږ به دا تصور غلط ثابت کړو چې یو شمیرخلک فکر کوي د افغانستان جګړه کټونکی نه لري. “
مجاهد وایي تاریخ شاهد ته چې افغانان له هرتجاوزګر څخه د جګړې ګټونکی دي او په وینا یې چې دا کار بیا هم کیدلی شي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close