ترکیې ته د یوه امریکايي کشیش پر سر د امریکا ګواښ او د ترکیې ځواب

د ټرمپ مرستیال، مایک پنس، ترکیې ته ګواښ کړی چې د یوه امریکايي کشیش د نه ازادولو په صورت کې به امریکا پر دې هېواد سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي.

د اسوشیېټد پرس اژانس د خبر له مخې، پنس، نن پنجشنبه (د زمري ۴مه)، د ”مذهبي ازادۍ“ په اړه د یوه جوړ شوي درې ورځني کنفرانس په پای کې وویل چې که ترکیه ژر تر ژره د انډریو کرېګ برانسن په نوم امریکايی کشیش ازاد نه کړي، نو ”د امریکا متحده ایالات به پر ترکیې سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي.“

تر پنس وروسته، د امریکا ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، هم پر ټوېټر ترکیې ته ګواښ کړی چې که برانسن ازاد نه شي نو ترکیه به له ”سترو بندیزونو“ سره مخ شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاووش اوغلو، د امریکا د دې ګواښ په ځواب کې، پر خپل ټوېټر لیکلي چې ترکیه به د هیچا ګواښ او غوښتنه ونه مني.

اوغلو زیاته کړې، ”هیڅوک پر ترکیه خپل امر نشي منلای. موږ به هیڅکله د چا ګواښونه ونه زغمو. قانون د ټولو لپاره یو شان دی، څوک ترې مستثنا نه دی.“

پنځوس کلن امریکایی کشیش، انډریو برانسن، له تېرو څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې په ترکیه کې اوسېده، او دوه کاله وړاندې د ۲۰۱۶ز کال د ناکامې کودتا له پلانوونکو سره د همکارۍ په تور بندي شو.

 دا امریکايي کشیش همداراز د فتح الله ګولن او د کردستان د کارګرانو له ګوند (پي کې کې) سره په همکارۍ تورن شوی دی – ترکیه دا دوې ډلې ”ترورستي“ بولي او وايي چې دې ډلو د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ضد د  ۲۰۱۶ز کال په ناکامې کودتا کې لاس درلود.

پنځوس کلن امریکایی کشیش، انډریو برانسن
پنځوس کلن امریکایی کشیش، انډریو برانسن

د ترکیې د دولتي اناضول خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې سترې محکمې د سه شنبې په ورځ امر وکړ چې انډریو برانسن دې له زندانه خوشی شي، خو ”د روغتیايي ستونزو“ له امله باید په خپل کور کې نظر بند وي.

د امریکا، ولسمشر ډونلډ ټرمپ، تر دې وړاندې هم د برانسن د خوشي کېدو غوښتنه کړې او تېره اوونۍ یې د دې امریکايي کشیش نیول ”بشپړه رسوايي“ بللې وه.

سرچینه
اسوشیېټد پرس اژانس
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close