امریکا د اسرائیلو پر سر د بشري حقوقو له نړیوالې شورا ووتله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۳۰)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او په ملګرو ملتونو کې د دې هیواد دایمي استازې نیکي هیلي تیره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ د بشر حقوقو نړیوالې شورا په خپلو اعلامیو کې اسرایل د بشري حقوقو په نقض تورن کړي خو بالمقابل یې بیا هغه کسانو پرضد څه نه دي ویلي چې په ښکاره بشري حقوق تر پښو لاندې کوي، نو په همدې اساس د دې شورا له غړیتوب څخه نور وځي.

پمپیو وویل؛ د بشري حقوقو د نړیوالې شورا مدیریت ضعیف دی او د ټرمپ اداره په ټولو انساني ښه ارزښتونو پوهیږي.

نوموړی وویل؛ بشري حقوقو باید د اسرایلو پرځای چین، ویزویلا او کیوبا چې پخواني جنایتکاران دي غندلي وای ، دې شورا د اسرایلو دمحکومیت په اړه یو طرفه قضاوت کړی چې په هیڅ صورت د منلو نه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو سازمان په ۲۰۰۷ کال کې د دې ادارې د ۷ مادې پر اساس د صهیونیستي رژیم ټول هغه اقدامات چې په اشغال شوي فلسطین کې یې سر ته رسوي، خپله دایمي موضوع ګرځولې وه او دهغو د حل او مخنیوي هڅه یې کوله.
امریکا تیره میاشت هڅه وکړه چې د دې مسودې ۷ ماده یو مخ له منځه یوسي خو مثبته رایه یې ترلاسه نه کړه.

نیکي هیلي وویل؛ دلته ډیر دیکتاتور ملکونه شته چې یاد سازمان یې پر وړاندې کوم اقدام نه کوي، او هغو هیوادونو ته چې مثبته مخینه ولري، ګوته نیول کیږي.
نوموړې په فلسطینیانو باندې د اسرایلي ځواکونو تیری توجیه کړ او زیاته یې کړه په دې شورا کې باید د ایران رژیم وغندل شي، په وینزویلا کې باید روان وحشت په هکله اقدام وشي او د اسرایلو پر ضد د هر ډول مسودې مخه باید ونیول شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close