امریکا د ”بدمعاشانو غوندې“ غوښتنې کوي – شمالي کوریا

شمالي کوریا ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره خبرې د ”خواشينۍ وړ“ وې او واشنګټن پر شمالي کوریا د اټومي وسلو د له منځه وړلو لپاره په یواړخیز ډول فشار اچوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، د جولای په پنځمه د شمالي کوریا له چارواکو سره د کوریا ټاپووزمې د غیراټومي کېدو په اړه د دوو ورځنیو مذاکراتو لپاره پیونګ یانګ ته تللی و.

د پیونګ یانګ تر پرېښودلو وړاندې، پامپیو خبریالانو ته وویل چې د شمالي کوریا له لوړپوړو چارواکو سره یې خبرې ”ګټورې“ وې او په ځینو مواردو کې د پرمختګ هوکړې هم وشوې. نوموړي زیاته کړه چې نورو هڅو ته لا هم اړتیا شته.

خو شمالي کوریا د مایک پامپیو د خبرو په نسبت زیاته ترخه اعلامیه خپره کړې. د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې، پیونګ یانګ امریکا په ”یواړخیزو او د بدمعاشانو غوندې“ غوښتنو په کولو تورنه کړې ده.

د شمالي کوریا په اعلامیه کې، چې د شمالي کوریا د مرکزي خبري اژانس له لوري خپره شوې، ویل شوي، ”موږ انتظار درلود چې امریکايي لوری به د شمالي کوریا او امریکا په مذاکراتو کې د باور جوړولو لپاره له ګټورو تدبیرونو سره پیونګ یانګ ته راشي.“

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، ”خو [د دواړو هېوادونو] په لومړۍ لوړ رتبه ناسته کې چې د امریکا متحده ایالاتو کوم چلند او دریځ وښوود، له شکه پرته د خواشینۍ وړ و.“

د برېتانوۍ د ګاډرین ورځپاڼې په خبره، په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، ”زموږ توقعات او هیلې دومره سادې وې چې احمقانه ورته ویلای شو.“

ښاغلي پامپیو د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په غبرګون کې د واشنګټن پر غوښتنو نیوکې رد کړې او ویې ویل ”دا هغه غوښتنې دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري مطرح شوې دي.“

شمالي کوریا ته دا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر درېم سفر دی. امریکا او شمالي کوریا د تیرې جون میاشتې په ۱۲مه نېټه، په سنګاپور کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په سرمشریزه کې د کوریا ټاپووزمې پر غیراټومي کېدو باندې هوکړه سره وکړه.

سرچینه
The Guardian
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close