امریکا د داعش د یوه لوړپوړي چارواکي د وژلو خبر ورکړی دی

کابل ټکی کام ۰۱میزان/۱۳۹۴

راپور: محمد سمیع سعادت

عراق کې د امریکا هوایي قواوو په یوه بمي بريد کې د «داعش» د ډلې یو لوړ پوړی مشر  وژلی دی.

د پنټاګون څخه بي بي سي نقلوي چې نن د امريکې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي دي، چې د دوی هوايي ځواکونو عراق تلحفر ښار کې دغه عملیات ترسره کړي دي چې د داعش یو مشر يي وژلی دی.

له پنټاګون څخه په خپره شوې اعلاميه کې د یاد کس نوم «ابو بکر ترکمني» ښودل شوی چې د داعش د اداري بخش فعال غړی وو، او تر دې پخوا د القاعدې په جهادي ډله کې وو، چې اوس داعش ته ورغلی وو.

د اګست په میاشت کې هم امريکا د د اعش د دوو نورو لوړ پوړو مشرانو  د وژلو دعوه کړې وه، چې یو يې په سوریه کې د تېلو او د ګازو د قاچاق مسئول «ابو سیاف» وو، او بل یې «فدا اولیا احمد» چې د دوی په وینا د داعش د ډلې مرستیال وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close