امریکا د روسيې ۳۵ دیپلوماتان وویستل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۰) زرغون خوږیاڼی

د امریکا متحده ایالاتو ویلي، چې د روسیې ۳۵ دیپلوماتان یې شړلي او د روسیې دوه دیپلوماتیک مرکزونه یې هم تړلي دي.

د سپینې ماڼې لخوا په خپور شوي خبر کې ویل شوي، چې دوی به په روسیې نور اقتصادي بندیزونه هم ولګوي.

د امریکا متحده ایالاتو وروسته له هغه پر روسیې بندیزونه لګوي، چې د امریکا په ټاکنو کې روسیه د لاسوهنې په تور ککړه شوه، د امریکا ولسمشر اوباما ویلي وو چې د ټاکنو پر مهال د امریکا کمپیوټرونه د روسي هکرانو پواسطه هک شوي وو، چې د هلري کلنټن ایمیلونه یې افشا او ټرمپ ته یې د کامیابۍ چانس ورکړ.

د سپینې ماڼۍ په خبر کې ویل شوي، چې په نیویارک او میرلینډ کې د روسیې دوه دیپلوماتیک مرکزونه یې پدې باور تړلي، چې یادو مرکزونو د امریکا په اړه د استخباراتي معلوماتو په  راټولولو کې لوی لاس درلود.

په خبر کې د اوباما لخوا ویل شوي، چې دا اقدام د روسیې د ښکاره تیري په ځواب کې دی او موږ به په ځينو نورو اقداماتو هم لاس پورې کړ چې هغه به ښکاره توګه نه اعلانیږي.

اوبام ۳۵ روسي دیپلوماتانو ته ۷۵ ساعته وخت ورکړی، چې د امریکا له متحده ایالاتو ووځي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close