امریکا د روسیې پر څو شرکتونو بندیزونه ولګول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۳۱)

د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې د روسیې پر ځینو شرکتونو یې د سلګونو میلیون ډالرو په ارزښت بندیزونه وضع کړي.
په هغه اعلامیه کې چې دیاد وزارت له خوا خپره شوې راغلي، په دې لړ کې دوه شرکتونه، ۶ کښتۍ او دوه سوداګر د امریکا په تور لیست کې شامل شوي.
امریکا ویلي، د روسیې پر دو شرکتونو او شپږو کښتیو له دې کبله بندیزونه وضع شوي چې د ملګرو ملتونو له منشور یې سرغړونه کوله او له شمالي کوریا سره یې له بندیزونو سره سره سوداګریزې اړیکې پاللې.
د خزانې وزارت دغه راز ویلي، دوه روسي اتباع، یو روسی شرکت او په اسلواکیا کې میشت یو شرکت یې له دې امله د بندیزونو لیست کې شامل کړی چې ګواکې په امریکا یې سایبري بریدونه تنظیمول.

روسیې دغه بندیزونه غندلی او د متقابل غبرګون ګواښ یې کړی.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرگي ریابکوف ویلي، پر یادو شرکتونو لګول شوي بندیزونه هیح منطقي اړخ نه لري او دوی به د امریکا سره ورته چلند وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close