امریکا د طالبانو مثبت ځواب ته بې دریغه انتظار کوو

د ویلز په خبره؛ افغان حکومت له طالبانو څخه د تسلیمدلو غوښتنه نه ده کړې، یواځې دا چې هغوی دې د څه امتیازاتو په بدل کې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او د بهرنیانو او افغان حکومت پر وړاندې دې له مخالفتونو لاس

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۵ فرید افغان)

وروسته تر هغه چې د ملي یووالي دحکومت مشر له طالبانو څخه د ځینو امتیازونو په بدل کې روغه جوړه وغوښته، چې طالبانو هیڅ کوم مثبت او منفي غبرګون ورته ونه ښوده، او یواځې امریکایي دیپلومات ته د یوه لیک په حاشیه کې دا پروسه یوه دسیسه وبلله،  د افغان حکومت او او امریکانو اندیښنې هم را پارولې دي.

د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ویلي؛ طالبان باید اشرف غني خبرو ته مثبت ځواب ووایي.
نوموړې ویلي چې؛ طالبانو ته د غني وړاندیزونه مثبت و او باید طالبان پرې غور وکړي.
ویلز ویلي؛ دوی د طالبانو او افغان حکومت د مخامخ مذاکراتو هرکلی کوي.
د ویلز په خبره؛ افغان حکومت له طالبانو څخه د تسلیمدلو غوښتنه نه ده کړې، یواځې دا چې هغوی دې د څه امتیازاتو په بدل کې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او د بهرنیانو او افغان حکومت پر وړاندې دې له مخالفتونو لاس واخلي.
د نوموړې په خبره؛ امریکا په تاشکند کې دسولې په تړاو له راتلونکې ناستې هم حمایت کوي.
نوموړې زیاتوي؛ لا مو هم تصمیم نه دی نیولی چې په دې ناسته کې به په کومه کچه ګډون وکړو.
ټاکل شوې ده؛ دا ناسته د مارچ له ۲۶ تر ۲۷ د چین، روسیې امریکا او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه په تاشکند کې ترسره شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close