امریکا: د فلورانس توپان ۵ تنه وژلي او ګڼې سیمې یې زیانمنې کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۴)

په امریکا کې د فلورانس په نامه توپان د شمالي او جنوبي کارولینا آیالتونو ګڼې سیمې ځپلې.
چارواکی وایی، د سمندر د اوبو کچې لوړېدو له امله د ساحلي ښارونو لارو کوڅو ته د اوبو څپې رسیدلې او ښایی، بشپړ کورونه ډوب کړي.

چارواکو خبر ورکړی چې، تر دې مهاله په شمالي کارولینا آیالت کې ۵ تنه وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي.
د یاد آیالت والي “روین کوپر“ ویلي، طوفان به ۵ ورځې دوام وکړی او له خلکو یې غوښتي چې خوندي سیمو کې پاتې شي،د ده په وینا چې یاد توپان به په بشپړ ډول د شمالي کارولینا آیالت په اوبو کې ډوب کړي.

تر اوسه یواځې د جنوبی کارولینا آیالت نږدې ۸۰۰ زره کورونو بریښنا غوڅه شوې او اټکل کیږي چې د میلیونونو خلکو بریښنا به پرې شي.
چارواکي وایي له جنوبي کارولینا څخه تر یو میلیون ډیرې کورنۍ بیځایه شوې او اټکل کیږي چې یاد توپان به په دواړو آیالتونو کې تر لس میلیونو ډیر خلک وځپي.

په انټرنټ خپرو شویو ویدیوګانو کې ښکاري چې د طوفان شدت لویې ونې چپه کړې او ګڼې ودانۍ یې نړولې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close