امریکا: د مایکل توپان ۱۸ کسان وژلي سلګونه ورک دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۲)

د امریکا په فلوریډا او یو شمیر نورو آیالتونو کې د مایکل په نوم توپان له امله د وژل شویو او لادرکه کسانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی .

دغه توپان چې سرعت یې  ساعت کې ۲۵۰ کيلومترو ته رسیږي، د امریکا فلوريډا، ويرجینیا، شمالي کارولينا، جنوبي کارولینا، الاباما او جورجیا ايالتونه ځپلي دي.
وروستۍ شمیرې ښیي چې په دې توپان کې ۱۸ کسان وژل شوي او تر ۱۲۰۰ نور نادرکه یا هم ایسار پاتې دي.

چارواکي اټکل کوي، چې د توپان له امله ښایي د وژل شویو شمیر نور هم پورته شي .

مایکل توپان پراخ ورانۍ رامنځ ته کړې ، ساحلي سیمې یې ځپلې او سلګونه کورونه او میشت ځایونه یې ویجاړ کړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close