امریکا: د واشنګټن ایالت مرکز (سیاتل) کې یوه وسله وال برید، ۵ کسان وژلي

کابل ټکی کام ۰۸کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
نړیوالو رسنیو د سیمه ییزو پولیسو له قوله لیکلي دي، چې:
«پېښه پرون د جمعې په ورځ ماسپښین د امریکا د واشنګټن ایالت د مرکز (سیاتل) لویديځ لوري ته په ۴۰ کیلو مترۍ کې په بیل فایر نومي کلي کې را منځته شوې ده، چې په پایله کې یې ۵ کسان وژل شوي دي.»
پولیسو ویلي دي، چې برید ګرو هم ځان وژنه کړې ده.
همدا راز د کینګ ۵ په نوم سیمه ییز ټلویزیون د یادې پېښې په پخلي کې ویلي دي، چې ښایي د پېښې قربانیان د برید کوونکو نږدې خپلوان وي.
د یادولو ده، چې تېره ورځ هم د امریکا د کانزاز ایالت په هسټون ښار کې یوه برید کوونکي پر یوه فابریکه برید وکړ، چې په پایله کې یې ۷ کسان وژل شوي وو، او ۱۴ کسان نور ټپیان وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close