امریکا د پاکستان د وسلو په ۷ شرکتونو بندیزونه ولګول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۱) زرغون خوږیاڼی

امریکا د اقتصاد وزارت د پاکستان د دولتي او غیر دولتي هغو شرکتونو بندیزونه لګولي، چې د پاکستان د  میزایلو جوړلو پروګرامون هیې مخته وړل.

د امریکا د سوداګرۍ وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دغه ۷ شرکتونه د امریکا د متحده ایالاتو د صادراتي مقرراتو د ادارې د بندیزونو په لېست کې شامل شوي دي.

تر اوسه د امریکا د اقتصاد وزارت نه دي ویلي، چې دغو شرکتونو کوم ډول  ناقانونه توکي صادر یا وارد کړي دي؛ خو ددوی په وینا دغو دولتي او او شخصي شرکتونو د امریکا د متحدو ایالاتو د ملي امنیت، بهرنۍ تګلارې او ملي ګټو پر ضد فعالیتونه ترسره کړي دي.

د امریکا د صادراتي مقرراتو اداره په هغو هیوادونو ، شرکتونو او ډلو بندیزونه لګوي چې د امریکا امنیت ته ګواښ پیشوي.

په دغو شرکتونو کې د احد انټرنیشنل شر کت ، د انجینرۍ تکتیکونو شرکت چې په لاهور کې دی، د پاکستان د هوايي وسلو دولتي کمپلکس چې په اسلام اباد کې دی، د انجینیرۍ کمپلیکس،  د پاکستان د سمندري ټکنالوژۍ کمپلیکس کراچۍ،  د پاکستاني نوي موټرو انجینرۍ شرکت راولپنډۍ،  د فابریکې د ډیزاین ساینسي کمیسیون او انجنیري کمپلیکس چې په صدر او راولپنډ کې دي، شامل دي.

پاکستاني چارواکو تر اسوه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close