امریکا: د کلیسا راهب د ماشومانو په جنسي ځورونه اعتراف کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۶)

راپورونه وایي، چې د امریکا د پنسلوانیا ایالت اړوند د ایري پیسکوپوسلوک په سیمه کې یوه مشهور عیسیوي راهب د ماشومانو پر جنسي ځورولو اعتراف کړی.
د “ داوید پولسن“ په نوم دغه عیسایي پادري چې له ۴۰ کلنو راپه دې خوا په کلیسا کې د راهب په توګه دنده ترسره کوي، وایي، په ځلونو یې پر ماشومانو جنسي تیری کړی.
هغه د پنسلوانیا ایالت لوی څارنوال “ جوش شاپیرو“ ته ویلي،په همدا لنډو شپو ورځو کې یې پر یوه ۱۵ کلن ماشوم څو ځله تیری کړی او پر بل ۸ کلن ماشوم یې د دې ناوړه کار د کولو هڅه کړې.

د ټي آر ټي خبري اژانس تر مخه، نوموړی پادري له هغو کاتولیک مسیحیانو یو دی چې په تیرو څو کلنو کې یې زرګونه ماشومان جنسي ځورولي .
خبر زیاتوي، د واتیکان کلیسا جګپوړو چارواکو پدې ډول جرمونو تل پرده غوړولې او دا ډول راپورونه یې له رسنیو پټ ساتلي دي.
څیړنو ښوودلې چې له ۱۹۵۰ کال را په دې خوا تر ۳۰۰ زیاتو راهبانو په دومداره توګه ماشومان د جنسي پلوه ځورولي دي.

باید وویل شي چې په لویدیځ کې همجنسبازي قانوني رنګ لري خو د ماشومانو ځورول جرم شمیرل کیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close