امریکا: د کلیفورنیا اور تر “زرو“ډیر وګړي تري تم کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۷)

د امریکا د کلیفورنیا آیالت اور چې لا هم روان دی، د قربانیانو او لادرکه کسانو شمیره په کې مخ پر زیاتیدو ده.

د “هونیا“ په نوم دغه آیالت یوې مسؤلې رسنیو ته ویلي چې په دغه اور کې ۷۱ تنه په یقیني توګه وژل شوي خو د ۱۰۱۱ نورو درک معلوم نه دی او ښایي هغوی هم د لمبو ښکار شوي وي.
د “کامپ فایر“ په نامه دغه اور چې تر اوسه یې تر ۱۰ زرو ډیر کورونه سوځولي، لا هم بلیږي او د اطفایي زرګونه کسان یې د قابو کولو هڅه کوي.
په دې اور کې نږدې ۱۵۰ هکتاره ځنګلونه او شنې ځمکې سوځیدلې او میلیاردونه ډالر مالي زیانونه یې اړولي دي.

چارواکی وایي؛  یاده اور لګیدنه یې ۴۰ سلنه کنترول کړې ده.
دغه راز دیاد آیالت په جنوب کې د “اوولسي“ په نوم یوه بل اور هم پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې ، خو د سلګونو کورونو له سوځیدو او دریو کسانو تر وژل کیدو وروسته یې اطفایه په قابو کولو توانیدلې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close