امریکا د کندز پر روغتون د کړې بمبارۍ شواهد له منځه یووړل

کابل ټکی کام ۲۵میزان/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر

کله چې کندز ولایت د طالب جنګیالیو لاسته ولوېدو نو افغان ځواکونه ونشوای کړای چې له طالب جنګیالیو سره وجنګیږي او بېرته ترې کندز ونیسي، چې بالاخره یې له امریکایي پوځونو څخه مرسته وغوښته، له سوال زارۍ وروسته امریکا د کندز پر روغتون چې ټول عام خلک پکې ووژل شول، بمباري وکړه.
دا بمباري په نړیواله توګه وغندل شوه، چې امریکا یې ملامته او مسئوله وګڼله،که څه هم امریکا ژمنه وکړه چې دوی به د کندز له قربانیانو سره مرسته کوي، خو چې کله کندز طالب جنګیالیو د یوه مهم تکتیک له کبله پرېښود، د امریکا تحقیقاتي ډله بې له اجازې د کندز ولایت د بې سرحده ډاکټرانو روغتون ته ننوتله، او له روغتون څخه یې د امریکا د حملې نښې له منځه یووړې.
د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې چې د بې سرحده ډاکټرانو موسسه وايي چې د امریکا تحقیقاتي ډله په کندز کې زمونږ سرحدي روغتون ته ننوتله چې روغتون یې د تېر په څېر چې دوی پرې بمباري وکړه، یو ځل بیا یې زیان ورواړوو.
د بې سرحده ډاکټرانو موسسې ویلي دي چې د امریکا ټانګ د پلټنې لپاره پرته له اجازې څخه یوه ډله چې افغان ځواکونه، ناټو او امریکایي چارواکي پکې شامل وو، چې د ننوتلو په حال کې یې دغه پېښه را منځته کړه.
دوی وايي چې د کندز روغتون ته د امریکا د ټانګ له ننوتلو وروسته د روغتون انګړ ته د زیان رسولو او د کارکوونکو په وېرولو سربېره په دغه روغتون د امریکا د هوايي بمبارۍ په هکله پاتې شواهد هم له منځه یووړل.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close