امریکا د کندهار برید کې د لوړپوړي امریکايي جنرال ټپي کېدل تایید کړل

کابل.کام – د تلې ۳۰مه، ۱۳۹۷:

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګان) تایید کړه چې د کندهار ولایت مقام ودانۍ په برید کې، چې دوه لوړپوړي افغان چارواکي پکې ووژل شول، امریکایی جنرال جیفري سمیلي هم ټپي شوی و.

د اسوشیېټد پریس اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو یوه ویاند، ګرانټ نیلي، د نوموړي ټپي کېدل تایید کړل، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تېره ورځ، یکشنبه، خبر ورکړی و چې جنرال سمیلي د کندهار ولایت مقام په برید کې لږترلږه یوه مرمۍ لګېدلی و، چې اوس تر درملنې لاندې دی.

د برید په دویمه ورځ، کابل.کام د ځينو سرچینو له خولې د نوموړي د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

جنرال جیفري سمیلي د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت اړوند د افغانستان په سوېل کې د ’روزنې، سلاکارۍ او کومک قومندانۍ‘ مشر دی.

د افغانستان په سوېل کې د ‘روزنې، سلاکارۍ او کومک قومندانۍ’ مشر امریکایی جنرال، جیفري سمیلي
د افغانستان په سوېل کې د ‘روزنې، سلاکارۍ او کومک قومندانۍ’ مشر امریکایی جنرال، جیفري سمیلي

 د هېواد جنوب کې د بهرنیو ځواکونو د ’روزنې، سلاکارۍ او کومک قومنداني‘ په کندهار، زابل، دایکندي او روزګان ولایتونو کې د دولتي ځواکونو د روزنې، مشورې او کومک دنده پر غاړه لري.

د یادونې وړ ده، تېره پنجشنبه (د تلې ۲۶مه / د اکتوبر ۱۸مه)، مازدیګر شاوخوا څلور بجې، د کندهار ولایت مقام ودانۍ کې د طالبانو یوه نفوذي بریدګر، چې د کندهار والي د ساتونکي دنده یې درلوده، پر لوړپوړو کورنیو او بهرنیو پوځي جنرالانو د ټوپک شپېلۍ ورواړوله، چې په پایله کې یې د کندهار د والي زلمي ویسا او دوو نورو لوړپوړو کورنیو پوځي چارواکو په ګډون درې بهرني وګړي ټپیان شول، او د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د دې ولایت د ملي امنیت رییس عبدالمؤمن پکې ووژل شول. په غونډه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال سکاټ میلر، هم موجود و، خو روغ ترې ووت.

د ذبیح الله (ګلبدین) ابودجانه په نوم د طالبانو نفوذي بریدګر هغه وخت ډزې پیل کړې کله چې کورنیو چارواکو جنرال سکاټ میلر او له هغه سره راغلي امریکايي نظامي چارواکي د هغوی تر چورلکې بدرګه کول.

طالبانو د کندهار د نفوذي بریدګر ويډيو نشر کړه

 ’د کندهار حمله د طالبانو لپاره ستره کامیابي وه‘

دا برید په تېرو اوولسو کلونو کې د حیرانوونکو بریدونو له جملې ګڼل کیږي، چې په پایله کې یې د یوه ولایت د امنیتي ادارې مهم چارواکي ووژل شول. د برید له امله، حکومت په کندهار کې پارلماني ټاکنې تر یوې اوونۍ وځنډولې.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د طالبانو سرسخت مخالف بلل کېده، او له دې سره سره پر بشري سرغړونو هم تورن و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close