امریکا د کندهار هوایي ډګر کې ۱۲ پرمختللې الوتکې ځای پرځای کړې

امریکا له ۲۰۰۵ کال وروسته د لومړي ځل لپاره د B52 او F16 الوتکو په توسط په افغانستان کې خپلې بمبارۍ یوځل بیا پیل کړې چې دراپورونو ترمخه د دې بریدونو غوڅ اکثریت زیان ولسي وګړو ته

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۲ فرید افغان)

راپورونه وایي چې امریکا د کندهار په هوایي ډګر کې د «تندر بولت» په نامه د A10 ماډل ۱۲ جنګي الوتکې ځای پرځای کړې.
د تسنیم خبري اژانس د راپور ترمخه؛ دا الوتکې تر دې وړاندې په عراق او سوریه کې د مخالفینو دځپلو په موخه کارول کیدې چې اوس به په افغانستان کې هم په هوایي بریدونو کې ترې کار اخیستل کیږي.
د دې الوتکو د ساتنې مسؤل «کریستفر هینوت» د «دیوادس» نشریې ته ویلي چې ټاکل شوې وه، دا الوتکې د امریکایي پوځیانو د ملاتړ په موخه عراق او سوریې ته ولیږل شي، خو تر استولو دوه اونۍ وړاندې یې له پنټاګون څخه افغانستان ته دیادو الوتکو د لیږد وړاندیز ترلاسه کړ.

امریکا له ۲۰۰۵ کال وروسته د لومړي ځل لپاره د B52 او F16 الوتکو په توسط په افغانستان کې خپلې بمبارۍ یوځل بیا پیل کړې چې دراپورونو ترمخه د دې بریدونو غوڅ اکثریت زیان ولسي وګړو ته اوښتی.
امریکا ویلي؛ چې د زور له لارې به وسلوال مخالفین اړ کوي تر څو تسلیم او د سولې له پروسې سره یوځای شي، هغه تګلاره چې د پنټاګون سرپلټونکی یې له ۷ میاشتو وروسته لا هم بې اغیزه او له لاسته راوړنو خالي بولي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close