امریکا: د یوې رسنۍ په دفتر برید کې ګڼ شمیر ټپیان او وژل شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۸)

راپورونه وایي، چې یوه وسلوال کس د امریکا په مریلنډ آیالت د «آناپولیس»، په ښارګوټي کې د یوې رسنۍ په دفتر برید کړی.
د مریلنډ آیالت پولیس وایي، بریدګر د «کپیتال ګزټ» په نامه د یوې سیمیزې رسنۍ دفتر ته ننوتلی او په ناستو کسانو یې ډزې کړې.
پولیسو د سي بي اس تلویزیوني چینل ته ویلي، د برید پر مهال د یادې رسنۍ ګڼ شمیر کارمندان یوې ځانګړې غونډې ته راټول شوي وو، چې د ډزو نښه وګرځیدل.
امریکایي رسنۍ په پیښه کې د ۵ تنو د وژل کیدو او ګڼو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی.
د سي ان ان نیوز د راپور تر مخه؛ بریدګر لومړی د یادې رسنۍ مدیر يه نښه کړی او وروسته یې په نورو ناستو کسانو ډزې کړې.
پولیس وایي بریدګر چې یو سپین پوستی امریکایي وګړی دی، نیول شوی او د رسنۍ په خونه کې چاودیدونکي توکي هم موندل شوي.
سپینې ماڼۍ په پېښه خواشیني ښوودلې او د پېښې قربانیانو ته یې تسلیت ویلی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close