امریکا زلمی خلیلزاد د افغان سولې په برخه کې خپل استازی ټاکلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۳۱)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې، چې زلمی خلیلزاد به د افغان سولې په برخه کې د امریکا استازیتوب وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ښکاره ټکو ویلي چې داسې سوله غواړي چې په سیمه کې امریکا ته ورپیښ ګواښونه په کې ختم شي “ موږ په افغانستان کې د یو داسې سولې غوښتونکې یو چې د امریکا د خلکو امنیت تضمین کړي، دا زموږ موخه ده“

پمپیو خلیلزاد یو وړ کس بللی چې په سیمه کې د امریکا ګټو ته تر هرڅه اولویت ورکوي او زیاته کړې یې ده چې “ زه ډاډه یم چې خلیلزاد دا وړتیا لري چې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي“
باید وویل شي چې خلیلزاد افغانی الاصل امریکایي دی چې په افغانستان کې پخوانی دیپلومات پاتې هم شوی دی.

د یادولو ده چې امریکا په دې وروستیو کې د سولې او جوړجاړي په برخه کې شین څراغ ورکړی او غواړي د افغان حکومت له وساطت پرته له طالبانو سره دا معضله پای ته ورسوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close