امریکا سفارت: په افغانستان کې بهرني اتباع تر ګواښ لاندې دي

کابل ټکی کام ۱۹میزان/۱۳۹۴
فرید احمد
په افغانستان کې د امریکا سفارت وايي چې دوی ته داسې معلومات رسیدلي دي چې کېدای شي امریکايي او اروپايي اتباع تر سختو بریدونو لاندې راشي.
د امریکا سفارت په خپله خپره شوې بیانیه کې ویلي دي چې شاید خارجي اتباع چې تر هرې ادارې لاندې وي د سرتېره بریدونو ښکار شي.
ویل کېږي امریکا خپلو ډيپلوماتانو او استخباراتي شبکو غړیو ته هدایت کړی دی چې په کابل کې د تګ راتګ سره نهايي احتیاطي تدابیر په نظر کې ونیسي.
د امریکا د سي آي اې ادارې امریکایانو ته خبردارۍ ورکړی دی چې په کابل کې دې کارونه ژر تر ژره پوره او د امکان په صورت کې دې کابل پرېږدي.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال ايوب سالنګي نن په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو د امنيتي چارو مسولینو سره یې لیده کاته شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې هغوى په کابل کې د خپلو دفترونو او کارکوونکو د امنيت په اړه ترې د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو اړوند د يوې ادارې افغان کارکوونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته دوه ورځې مخکې د دغه امنيتي ګواښ په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې د کابل د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د کلوله پشتې په سيمه کې د ملګرو ملتونو يو دفتر او د جلال اباد پر لويه لاره د دوى دفتر تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.
دا راپور امریکايي سفارت پداسې حال کې ورکړی دی چې یوه ورځ وروسته یې په کابل کې سرتیري په نښه شول او زیات شمېر یې ووژل شول.
په سیمه کې عیني شاهدان وایي چې پدې برید کې د امریکایانو دوه موټر  ويجاړ شوي او پکې سپاره ټول یا وژل شوي او يا زخمیان شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close