امریکا سږکال پر افغانستان د بمونو اورولو پخوانی ریکاډ مات کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۳)

د امریکا د فوربز مجلې راپور ورکړی چې امریکایي پوځ سږکال په افغانستان کې د بمونو غورځولو هغه ریکارډ مات کړی چې تر دې وړاندې یې ساتلی وو.

یادې مجلې ویلي امریکا د ۲۰۱۸ د جنوري له میاشـتې تر سپټمبر پورې ۵۲۱۳ بمونه پر افغان ولسونو غورځولي ،په داسې حال کې چې په تیرو کلونو کې یې دومره زیات بمونه نه وو اورولي.
فوربز د یوې احصایي له مخې ویلي، چې امریکایي پوځ تر دې وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې زیات بمونه (۵۱۰۱) پر افغانانو اورولي و، خو دا ځل یې دغه ریکارډ په نهو میاشتو کې مات کړی دی.
په اورول شویو بمونو کې زرګونه ولسي افغانان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان و، وژل شوي دي.

دغه راز په دغو بمباریو کې د ملي اردو او پولیسو لسګونه پوستې هم په نښه شوې او ګڼ شمیر افغان سرتیرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو افغان چارواکو په تیره بیا ولسمشر غني دا بمبارۍ ګټورې بولي او د لویدیځو رسنیو او شنونکو پر خلاف د امریکایانو په بریالي ماموریت خوښي څرګندوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close