امریکا غواړي، د ناټو غړي هیوادونه په افغانستان کې د سرتیرو د زیاتولو پریکړه وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۰)

د امریکا د امنیت شورا یوه غړي ویلي، چې هیواد یې ناټو له سرمشریزې هیله لري، څو په افغانستان کې خپل سرتیري زیات او د طالبانو پر وړاندې پریکنده عملیات پیل کړي.
لویدیځو مطبوعاتو د امنیت شورا د یاد چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی څرګند کړی ویلي، “هیله لرو، متحدین مو په افغانستان کې خپل سرتېري ډېر کړي“

په ورته وخت کې د ناټو عمومی مشر ستولتنبرګ هم د سرتیرو د زیاتوالي په اړه د یاد چارواکي خبر تائید کړی او ویلي یې دي چې؛ دوی غواړي د افغانستان د دائمي ثبات لپاره د ناټو له غړیو هیوادونو څخه د زیاتو سرتیرو استولو غوښتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې مایک پمپیو هم څو ورځې وړاندې په کابل کې د خپلو ځواکونو له اوږدمهاله حضور څخه خبر ورکړ.
نوموړي ټینګار وکړ چې د دوی ځواکونه د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانانو له “ ناموسونو“ څخه د دفاع په خاطر د ژر وتلو کوم هوډ نه لري.
په عین حال کې د د افغانستان د روانې کشالې په اړه په سعودي کې د علماؤ غونډه روانه ده چې له طالبانو څخه د روان جنګ د ختمولو او له افغان حکومت سره د سولې بر خبرو ټینګار کوي.
د یادې غونډې نن دوهمه ورځ ده، خو لا هم په افغانستان کې د امریکا جنګي حضور ته کومه صریحي یا ضمني اشاره نه ده شوې، هغه ټکی چې وسلوال مخالفین یې د جګړې لومړی عامل بولي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close