امریکا غواړي چې د روسیې په سرحدونو کې یو شمېر جنګي الوتکې ځای پرځای کړي

کابل ټکی کام ۰۱میزان/۱۳۹۴

راپور: حماس افغان

امریکا به د استوانیا د امرای هوایي ډګر کې خپل A10 جنګي الوتکې ځای پرځای کړي.

په روانه میاشت کې یې هم د C-5M Super Galaxy په نامه امریکايي الوتکې چې په نړۍ کې په لویو الوتکو مشهورې دي، او همدارنګه د C-5M Super Galaxy په نوم ټرانسپورټي بوینګ الوتکې په استوانیا امرای  هوايي ډګر کې پروازونه کړي وو.

دغه راز د استوانیا دفاع وزارت خبر ورکړی، چې دغه الوتکې د استوانیا د هوايي ځواکونو د عملي او تطبیقاتي اړتیاوو له پاره د استوانیا او امریکا له خوا په ګډ ډول له ۱۲ A 10 ښکاري الوتکو سره استوانیا په امرای هوايي ډکر ته راغلي دي.

انټرفاکس خبري اژانس د راپور په حواله دغه تطبیقاتي کارونه د سپټمبر له ۲۲ مې نېټې څخه پیلیږي او د نومبر تر ۶ مې نېټې پورې به دوام وکړي، چې د دغه هېواد د دفاع وزارت په پولیګون کې د مانورونو پر وخت ښوونیز بمونه او زده کړه ییز مهمات د الوتکو د توپونو پر وړاندې کاروي، خو روسیه بیا د امریکې دغه اقدام اندېښمنه کړې امکان لري چې روسیه به د دغه اقدام کلک مخالفت وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close