امریکا له افغان عسکرو سره مخامخ لیدنې ودرولې

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۴۶)

واشنګټن پوسټ: د رازق مرګ او د امریکايانو وارخطايي

واشنګټن پوسټ د اکټوبر پر ۲۵ لیکي په افغانستان کي د افغان نفوذي عسکرو تر مرګانیو حملو راوروسته د امریکا اردو خپلو فوجیانو ته امر کړی دئ چي د افغان عسکرو سره مخامخ تماسونه بند کړي. په کابل کي، د قاطع حمایت ویاند وايي چي لدې وروسته به د امریکايي او افغان عسکرو تر مینځ یوازي د ټیلفون او ایمیل له لاري تماس نیول کېږي، او که احیانا کوم ملاقات باید وسي، هغه به د امریکايي فوجیانو په بېس کي وي، نه د افغان عسکرو په اډه کي.

د قاطع حمایت ویاند وايي چي دا احتیاطي فرمان د هرات د شینډنډ تر حملې راوروسته صادر سو، مګر د دې فرمان تر شا په کندهار کي د جنرال رازق د مرګ حادثې هم نقش لاره.

واشنګټن پوسټ لیکي چي د جنرال رازق وژل کېدل په افغانانو کي یو عام قهر راپارولی دئ، او زیاتره افغانان ګومان کوي چي د جنرال رازق د وژلو لپاره امریکا دسیسه جوړه کړې وه.

اخبار کاږي چي سیاسي مبصرین ننني حالات د ۲۰۱۲ سره مقایسه کوي، کله چي امریکايي عسکرو په خپلو اډو کي د قرآن مجید څو ټوکه وسوځول، او د مقدس آسماني کتاب بې حرمتي ئې وکړه. هله د عامو افغانانو احساسات راوپارېدل او په پراخو اعتراضونو ئې لاس پوري کړ.

واشنګټن پوسټ لیکي که څه هم د هرات د واقعې مسولیت طالبانو ومانه، خو رپوټونه وايي چي د شینډنډ د پېښي عسکر د طالبانو نفوذي کس نه وو. بلکي یو عادي افغان عسکر وو، او ښايي د افغان سوشل میډیا خبرونو په قهر کړی وي، ځکه په افغان سوشل میډیا کي دا اوازه خوره سوې ده چي د جنرال رازق مرګ د امریکایانو دسیسه وه.

اخبار کاږي له ۲۰۰۸ راهیسي افغان امنیتي قواوو ۱۵۵ ایتلافي عسکر وژلي دي، او څه د پاسه ۲۰۰ تنه ئې ټپي کړي دي. په ۲۰۱۲ کي، د نفوذي طالبانو حملې اوج ته ورسېدلې، خو اوس راکمي سوي دي. ځکه افغان عسکر ښه فیلټرېږي، د ایتلافي نظامي مشاورینو سره اضافه ساتونکي هر ځای ځي، او زیاتره خارجي عسکر وتلي دي.

واشنګټن پوسټ لیکي که څه هم د طالبانو او امریکایانو تر مینځ د سولي خبري جاري سوي دي، خو دا راز حملو اکثره خارجي عسکر وارخطا کړي دي.

اخبار لیکي امریکايي عسکر اوس پدې بوخت دي چي څرنګه د خپل ځان د حفاظت میکانیزم لا غښتلی کړي، او د راتلونکو حملو مخنیوی وکړي.

یو غربي دپلومات وايي،«هر څوک دا حالت جدي تلقي کوي. دا حملې ډیري حساسي دي. احساسات راپارېدلي دي.» او ښايي هر څوک پدې فکر کي وي چي یو کرت بیا د قرآن مجید د سوځولو حادثه تکرار نه سي، ځکه هغې واقعې د افغانانو او امریکا روابط سخت زیایمن کړل.

 ــــــــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close