امریکا له سولیزې لاره پرته روانه جګړه نه شو ګټلی

“ اوس مو یقین دادی چې د افغانستان روان بحران کوم پوځي او نظامي حل نه لري، وروستی جوړجاړی به هم له سياسي لارو تر لاسه کيږي“

امریکا له سولیزې لاره پرته روانه جګړه نه شو ګټلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۹ فرید افغان)

په داسې حال کې چې په پلازمینه کابل کې د کابل پروسې په نوم غونډه لا هم روانه ده او د ګډحکومت مشرانو د تیر په خلاف له طالبانو سره په خبرو کې تر پخوا زیات انعطاف ښوودلی، امریکا هم د دې ناستې په پلمه له طالبانو غوښتي چې خبرو ته چمتو شي.
که څه هم طالبانو په وار وار ویلي چې د ملي یووالي د حکومت ټول واکونه د امریکايي چارواکو په لاس کې دي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ ویلي چې طالبان باید له خپل حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.
ناورټ ویلي؛ “ اوس مو یقین دادی چې د افغانستان روان بحران کوم پوځي او نظامي حل نه لري، وروستی جوړجاړی به هم له سياسي لارو تر لاسه کيږي“
د نوموړې په خبره؛ که طالبان دافغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو شي له همدې لارې به په افغانستان کې امنيت او ثبات راشي.
په یو بل تحول کې نن د کانګرس یوه غړي د امریکایي قواوو لوی قوماندان جنرال جوزف ووټل ته په یوه خبري ناسته کې مخامخ ویلي چې تاسو په افغانستان کې د امریکایي وګړو مالیې او د هغوی وینې بیځایه ضایع کړې او له ۱۷ کلن حضور وروسته هم د کومې لاسته راوړنې او پرمختګ ثبوت نه لری.
ووټل یې په ځواب وویل؛ موږ اوس وروستۍ هڅې کوو ترڅو په افغانستان کې د دائمي ثبات حل لارې پیدا کړو.
د نوموړي په خبره؛ موږ په سوله نه بلکه لا هم په جګړه ټینګار کوو له همدې کبله مو له عراق او سوریې نه ګڼ شمیر نظامیان دې هیواد ته ولیږدول.
دا په داسې حال کې ده چې امریکایي چارواک په ځلونو اعتراف کړی چې د افغانستان له جګړې نور ستړي دي او هڅه کوي یوه مثبته حل لاره پیدا کړي.
واشنګټن پوسټ تیره ورځ په یوه مقاله کې له امریکا نه غوښتي و، چې باید هر څومره ژر خپل سرتیري له افغانستان څخه وباسي او دا خلک دې پریږدي ترڅو خپل سرنوشت په خپله وټاکي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close