امریکا: منو چې د کندز د بې سرحده ډاکټرانو روغتون ته د دوی امریکایي ځواکونه ور ننوتلي وو

کابل ټکی کام ۲۸میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د امریکا دفاع وزارت پنټګان پرون تأیید کړه چې د کندز د بې سرحده ډاکټرانو روغتون ته د دوی پر ټانګ سپاره عسکر قصداً ور ننوتلي دي.
دا په داسې حال کې چې دوه اونۍ وړاندې د امریکا هوايي ځواکونو د دغه ولایت د سرحدي ډاکټرانو پر روغتون بمبارد کړی دی، چې پکې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د بې سرحده ډاکټرانو د موسسې کارکوونکي د امریکایي ځواکونو د ټانګ د ننوتلو پر وخت کې هم په روغتون کې موجود وو، او د امریکا په دغه عمل یې سخته خواشیني ښکاره کړه.
امریکايي عسکرو د کندز ښار د بې سرحده ډاکټرانو روغتون ته په دغه هدف ور ننوتل چې تر څو هلته د دوی د بمبار شته نښې له منځه یوسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close