امریکا: نویو الوتکو مو نن لومړنی برید په بریالیتوب سره ترسره کړ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۶)

امریکا ویلي ، چې افغانستان ته یې نویو استول شویو خطرناکو الوتکو نن لومړی برید کړی چې په وینا یې په بریالیتوب سره ترسره شوی دی.
امریکا نه دی ویلي چې دا برید یې د هیواد په کومه برخه کې ترسره کړی خو په همهاله توګه نن په فاریاب کې یو موټر چې سپاره کسان یې ټول ملکي وګړي و، بمبار شوی او موټر له ټولو سپرلیو سره یوځای له منځه تللی دی.

بنټاګون ویلي؛ ایف ۳۵ ډوله الوتکې خورا خطرناکې دي او دا وړتیا لري چې د رادار له پردو ځان پناه او په مختلفو ځایونو کې عملیات ترسره کړي.
چارواکي وایی، دغه الوتکې په هرډول اقلیم کې عملیات ترسره کولی شي او هره سیمه په نښه کولی شي.
امریکا افغان جګړې ته داسې مهال د نویو الوتکو د لیږد خبر ورکوي چې په تیره یوه اونۍ کې د هیواد په مختلفو برخو کې د امریکایی او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو، بمباریو او شپنیو چاپو کې تر ۱۳۰ زیات ملکي کسان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو.
یوناما هم د دې بریدونو پخلی کړی دی.
امریکایي ځواکونو د دې تلفاتو اړوند څه نه دي ویلي، خو افغان ملګرو یې د ټولو عملیاتو مسؤلیت منلی او په نښه شوي ملکي کسان یې ټول وسلوال طالبان بللي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close