امریکا هغو افغانانو ته چې له دوی سره یې په افغانستان کې کار کړی، ۱۵۰۰ ویزې ورکوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۰) زرغون خوږیاڼی

د امریکا متحده ایالتونو د هغو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو سره کار کولو د ۱۵۰۰ ویزو ورکولو پریکړه کړې ده.

د امریکا کانګریس هغه پریکړه تائيد کړې، چې له مخې به یې هغو امریکا پلوو افغانانوته چې له دوی سره یې په افغانستان کې د جګړې پر مخ بیولو کې مرستې کړي ۱۵۰۰ ویزې ورکړي.

د پریکړې پر اساس هغو افغانانو ته چې له امریکايي ځواکونو سره یې په بیلا بیلو برخو کې کار کړی او اوس یې په افغانستان کې ژوند په خطر کې دی د کورنۍ سره د کډوالۍ امریکايي ویزه ورکول کیږي، چې ورته پنځلس زره ویزې منظورې شوي دي او په نږدې وخت کې به یې له مخې ۱۵۰۰پیځلس سوه ویزې وویشل شي.

 د «trt » په وینا، په کانګرس کې د جمهوري غوښتونوکو د ګوند یوې استازې «دوریس ماسوي» د یادې پریکړی په هرکلي کې ویلي دي، چې په افغانستان کې لږ تر لږه لس زره کسانو د خپلو کورنیو سره د امریکا سفارت ته ددې ویزو ورکولو وړاندیز کړی، د ماسوي په وینا، پنځلس سوه ویزې ډيرې کمې دي چې ددوی اړتیا پوره کړي.

د هیواد روڼ اندي بیا د امریکا لخوا یاده پریکړه غندي او په دې اړه انديښنه څرګنده وي، چې په دې سره امریکا غواړي په راتلونکې کې هر ډول حکومت ته په افغانستان کې سرخوږی پیدا کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close