امریکا وايي، که طالبان سوله ونه کړي، نو راتلونکي پسرلي کې به امریکایي او افغاني ځواکونه جګړې ته چمتو کړي

کابل ټکی کام ۱۸کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
په دې وروستیو کې داسې اوازې خپرې شوې، چې دا ځل به د سولې په اړه په جوړه شوې څلور اړخیزې غونډه کې دولت او طالبان مخامخ خبرې وکړي، خو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاده اوازه درواغ وبلله، او ویې ویل، چې تر څو یې شرطونه نه وي منل شوي، روان د سولې په اړه مذاکرات بې مفهومه او تېر ایستونکي دي.
د امریکا د بهرنیو چاروز وزارت ویاند جان کربي تېره ورځ په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، چې:
«که طالبان د سولې خبرو ته نه کېني، نو راتلونکی پسرلی به د افغانستان وضیعت ډېر خراب شي، او امریکایي او افغاني ځواکونه به د جګړې لپاره چمتو کړو.»
کربي وویل، چې اوباما او اشرف غني دواړه د سولې خبرو ته ژمن دي.
باید ووایو، چې طالبانو په قطر کې د پګواش د خپلواکې مؤسسې له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې خپل شرطونه افغان حکومت ته وړاندې کړل، او ویې ویل، چې تر څو ټول امریکایي عسکر له افغانستان څخه نه وي وتلي، تور لستونه نه وي ختم شوي او زمونږ بندیان نه وي خلاص شوي، د سولې خبرې نا شوني دي.
د یادولو ده، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي، چې مونږ ۱۴ کاله دمخه د روانو ستونزو حل د خبرو لاره بلله، خو امریکا د خپلې کم عقلۍ له کبله په اخطارونو لاس پورې کړ، او د جګړې انتخاب یې وکړ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close