امریکا: وسله وال کس یو پولیس افسر په ډزو وژلی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ) زرغون خوږیاڼی

د امریکا په ټکساس ایالت کي یوه وسله وال کس په پولیسو برید کړی، چي له امله یې یو تن پولیس افسر وژل شوی دی.

د ځايي پولیسو د وینا له مخې د پولیسو افسر د ټکساس ایالت په سان انتونیو ښار کې یو موټر ته د ترافيکي سرغړونې له امله پرچه لیکله، چې موټرچلونکی له موټر څخه راښکته شو او پولیس افسر يې په سر په ډزو وویشت.

د برید په پایله کي پولیس افسر ځای په ځای وژل شوی دی، د پولیسو په وینا د ډزو انګيزه نه ده څرګنده شوې او برید کوونکي په تیښته بریالی شوی دی.

په سیمه کې پولیسو ویلي، چې پر افسر د ډزو وروسته برید کونکي د خپل موټر ترڅنګ ودريدو او په پولیسو یې نورې ډزې هم وکړې او وروسته د خپل موټر په واسطه له سیمې وتښتیدو.

یاد پولیس افسر Benjamin Marconi)) نومیدو چې په سان انتونیو ښار کې د کشفي پولیسو امر و.

د سان انتونیو ښار د پولیسو مشر (William McManus) ویلیم مک مانوس ویلي دي، چې په سیمه کې د برید کوونکي په اړه پلټنې روانې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close