امریکا پر یوه چینايي پوځي شرکت بندیزونه ولګول

کابل.کام – د وږي ۳۰مه، ۱۳۹۷:

امریکا د پنجشنبې په ورځ له روسیې د وسلو رانیولو له امله د چین پر یوه پوځي شرکت بندیزونه ولګول.

دا لومړی ځل دی چې واشنګټن پر یوه بهرني شرکت له روسیې د وسلو اخیستلو له امله بندیزونه لګوي. دې چینايي شرکت له روسیې جنګي الوتکې او له-ځمکې-اسمان-ته توغندي اخیستل.

امریکا پر دې چینايي شرکت له بندیزونو لګولو سره هممهاله ۳۳ نور روسي وګړي او ډلې په هغه لیست کې اچولي چې له هغوی سره په پوځي ډګر کې پر هره راکړه-ورکړه بندیز لګول کېږي او د امریکا تر بندیزونو لاندې راځي.

امریکا تر دې وړاندې هم ۳۹ روسي وګړي او شرکتونه په دې لیست کې اچولي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دې بندیزونو هدف چین او د هغه هېواد پوځ نه دی. د نوموړي په خبره، دا بندیزونه پر روسیې له لګېدلو بندیزونو سره تړاو لري.

د روسیې انټرفاکس اژانس د پارلمان د یوه غړي له خولې لیکلي چې دا بندیزونه به د چین او دوی د وسلو پر راکړه ورکړه هیڅ اغېز ونکړي.

د روسیې او امریکا اړیکې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې وروسته له هغه نورې هم ترېنګلې شوې چې روسیې د یوکراین ایکریمیا په خپل هېواد پورې وتړله. پر روسیې د امریکا د ۲۰۱۶ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنې تورونه هم لګول شوي، خو روسیې رد کړي دي.

سرچینه
یورونیوز

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close