’امریکا په افغانستان کې بچه بازان تقویه کوي‘

ژ: واحد فقیري

ښاغلی جک هنټر په امریکن کانسروټیف کي د اکټوبر پر ۵ لیکي چي امریکا په افغانستان کي له بچه بازانو سره مالي کومک کوي. د امریکا همدا مالي کومک په افغانستان کي بچه بازان لا ګستاخ او تقویه کړي دي.

ښاغلی جک هنټر لیکي په افغانستان کي د امریکا د دفاع وزارت پالیسي دا ده چي کله افغان عسکر پر ماشومانو باندي جنسي تجاوز کوي، امریکايي عسکر باید مداخله نه وکړي. او په اصطلاح سترګي پر پټي کړي.

تېر کال، د امریکا د ولسي جرګې استازي، والټر جونز، د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ته یو لیک استولی وو، او پدې مکتوب کي ئې ویلي ول، «د افغان د اردو او پولیسو عالي رتبه افسران په بچه بازي لګیا دي،‌او امریکایان باید پدې کرغېړن عمل باندي خبر سي.»

هغه د متحده ایالاتو له دفاع وزارت څخه غوښتي ول چي په افغانستان کي باید له بچه بازانو سره مالي مرسته و نه سي، ځکه دا کار د بشر د حقوقو څخه ښکاره سرغړونه ده.

ښاغلي جونز وايي د افغان په اردو او پولیسو کي بچه بازي او پر ماشومانو باندي جنسی تېری په کلونو کلونو دوام لري، «او موږ ئې مالي کومک کوو.»

لیکوال کاږي په افغانستان کي د امریکا نظامي مداخلې بچه بازان تقویه کړي دي، او زیاتو افغان جنګسالارانو ته ته ئې د دې زمینه برابره کړې ده چي پر ماشومانو باندي جنسي تېری وکړي، او هیڅکله مجازات نه سي.

The War in Afghanistan is Enabling Pedophilia

ـــــ

دا لیکنه له ګرداب فېسبوک پاڼې رااخیستل شوې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close