امریکا په افغانستان کې جنګي جنایتونه تکراروي

 ډاکټر مقدس

څو ورځې وړاندې په هایلنډ کې د هاګ په نوم د جرمونو جنايي نړيوالې محكمې ويلي، چې امريكايي پوځيانو او د دغه هېواد څارګرې ادارې (CIA) په افغانستان كې جنګي جنايتونه ترسره كړي دي.

یادې محكمې په خپل راپور کې يوازې ۶۱ تنه ياد كړي دي چې بشري ضد چلن ورسره شوى او پر حقوقو يې تېرى شوى دى.

د امريكايي عسكرو او سي آى اې د وحشتونو او جنګي جرمونو ۶۱ تنه قربانيان يوازې هغه بېلګه ده چې د هاګ نړيواله محكمه پرې اعتراف كوي، په داسې حال كې چې تر ننه زمونږ په هېواد كې داسې شېبه نه تېرېږي چې د امريكايي عسكرو، سي آى اې او د دوى د قرارداديانو او ایجنټانو له خوا دې افغانان له وژلو او ځورولو خوندي وي.

اصل کې واقعيت دا دى چې امريكايي پوځ د ۲۰۰۱ ز کال راهیسې په افغانستان کې د وحشتونو او جنایتونو بهیر پیل کړ، چې تر ننه دوام لري.

خو ددې مظلوم ملت غږ به څوک واوري؟ ځکه چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جنګي جرمونه څه نوې او پټه خبره نه ده، خو تر اوسه هېڅ کومې مرجع دا جرئت نه و کړی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په تیره بیا د بدمعاشې امریکا سرغړونې وڅېړي.

دا چې امریکا په نړۍ کې یو زورور هېواد دی او د یادې نړیوالې محكمې زور ورباندې نه رسېږي، نو ددې مظلوم ملت د دفاع غږ به څوک واوري. که چیرته دا ډول څیړنې په کوم بل غربي هېواد کې شوې وای او د جنګي جرمونو څخه یې پرده پورته کړی وای نو نړۍ والو به ورباندې پنډ پنډ تبصرې کولی.

امريكا زور لري، نړيوال سازمانونه او د بشري حقوقو ادارې او محكمې يې په مخكې بې وسه او چوپ دي په دې كې شك نشته، خو دلته بل ستر لامل دا دى چې امريكا خپلو جناياتو ته پلمې جوړې كړې، امريكا په افغانستان كې پوځي او سياسي حضور لري.

پوځي حضور يې د سياسي حضور تر سيوري لاندې دى. دوى د افغانستان پر حكومت او نظام سيورى غوړولى، امريكا اوس همدغه استدلال كوي، د كندز وروستۍ بمباري وګورئ چې افغان حكومت د امريكايي پوځ د وحشتونو پړه پخپله غاړه واخيسته.

له بده مرغه د هاګ په محكمه كې پردي ناست دي د افغانانو پر سر د وحشتونو پوښتنه او غندنه كوي، خو پخپله افغان چارواكي بيا نه يوازې پرې چوپ دي بلكې ډېر ځله يې هر كلى كوي او توجيه كوي يې، په داسې حالت كې به د هاګ محكمه څه وكړاى شي؟

په دې راپور کې د هغو سلګونو او په زرګونو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دې ویل شوي په تیرو ۱۵ کلونو کې د امریکايي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

بهرنیو ځواکونو په دې پنځلس کلنه موده کې ګڼ شمیر ملکي افغانان بمبار کړي، ګڼ شمیر یې په شپنیو خپلسریو چاپو کې زورولي او وژلي دي.

دوی په خپلو زندانونو کې له تورنو کسانو سره ناوړه چلند کړی دی او هغوی ته یې ډول ډول شکنجې ورکړې دي، بهرنیو ځواکونو زندانیان سخت تعذیب کړي دي او ان په ځینو مواردو کې کلونه کلونه په زندان کې پرته له دې چې جرم پرې ثابت شوی وي، ساتل شوي دي.

 امریکايي ځواکونو په افغانستان کې په خپل پوځي ماموریت کې ټول بشري او جنګي قوانین تر پښو لاندې کړې دي، تر ټولو بده دا چې د بشري سرغړونې زیاتره پېښو ته یې د «انساني تېروتنې» نوم ورکړی دی او یا هم دا ډول قضیې په خپله د امریکایانو له لوري څېړل شوې دي او بیا یې یوه پیکه بښنه غوښتې ده.

دا چې هاګ د جنايي جرمونو نړيوالې محكمې په خپل راپور کې د یو څو کسانو سره د امریکایانو په پټو زندانونو کې د ظلم او وحشت خبره شوې څومره به بې پرې وي؟ ځکه چې دا هم د غربیانو ادارې دي، نو د یو مسلمان وینه تویول به ورته څه ارزښټ ولري که نه! څرګنده ده چې هاګ هم په خپل راپور کې د امریکايي بدمعاشانو څخه ویره څرګنده کړې ده، کنه په  تېر یوه کال امریکايي پوځیانو په افغانستان کې په سلګونو بې ګناه افغانان وژلي، په زرګونو نور یې بندیان کړي او ځینې نور یې ټپیان کړي هم دي چې له هیچا دا جرمونه او سرغړونې پټې نه دي.

 تیر کال امریکايي ځواکونو په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون برید وکړ، چې د ډاکټرانو په شمول یې په لسګونو ناروغان، ښځې او ماشومان پکې ووژل، په تیره میاشت کې یې د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د بې ګناه حاجي صاحب په کور بمبار وکړ، چې په کې یې تر ۳۰ کسان مړه او ژوبل کړل.

همدارنګه یې په یوه چاپه کې د کامې ولسوالۍ ملکي وګړي ووژل، په ارزګان او کندز کې یې افغان نظامي قوتونه او ملکي وګړي ووژل، په دا نږدې وختونو کې یې په کندز کې په ملکي کورونو بمبارونه وکړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې تر ۳۰ زیات بې ګناه مظلوم افغانان په شهادت ورسول؛ خو چارواکو یې په اړه سوڼ هم ونه کړ، د ښځو د حقوقو غوښتونکي یې هم په اړه چوپه خوله شول، نو اوس د هاګ محکمه د امریکا کوم جرم له مونږ څخه پټوي؟!

د جرمونو نړیواله محکمه او نورې نړیوالې عدلي او قضايي ادارې باید په افغانستان کې شوي جنګي جرمونه په بې پرې او مستقل ډول وڅېړي او عاملینو ته یې هماغه ډول سزا ورکړل شي، تر څو په راتلونکي کې دا مظلوم او بې چاره ولس د زورواکو خونخوارانو له منګولو وژغورل شي.

دې بې چاره او مظلوم ولس لپاره دا کفایت نه کوي چې یوازې د جنګي جرمونو په اړه نیم نیمګړی راپور خپور شي او بشري حقوقو ټول مدعیان یې په اړه چوپه خوله شي، بلکې په تېرو پنځلسو کلونو کې په جګړه کې د ټولو ښکېلو اړخونو له لوري شوي جرایم بې پرې څېړنې ته اړتیا لري او د عدالت د تامین لپاره عاملینو ته یې باید جزا ورکړل شي او نور دې هېواد ته د امن راوستلو کوشش وشي، نه د بهرنیو لښکرو راوستل.

د ولسي جرګې غړیو هم یاد راپور یو ښه نوښت بللی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې امریکايي پوځیانو په زرګونو جنګي جرمونه ترسره کړي، چې باید په اړه یې بې پرې څیړنې وشي او په اړه یې له امریکا څخه پوښتنه وشي.

د ولسي جرګې غړی عبدالستار وايي، چې د بهرنیو په بندي خانو کې اکثره بندیانو سره ظلم شوی، مادي او معنوي ضرر ورته رسیدلی دی، دوی وهل شوي ټکول شوي او عزت یې تر پښو لاندې شوی او هیڅ ګناه یې هم تثبیت شوې نه ده. دوی باید خپلو کورونو ته ولیږل شي او دا ظلمونه باید جبران شي.

همدارنګه د حق غوښتنې ټولنیزې ټولنې مشرې مېرمن ویدا د امریکا له خلکو غوښتي، چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د خپلسرۍ مخه ونیسي.

د نوموړې په وینا ”۳۴ هېوادونه چې د امریکا په مشرۍ افغانستان ته راغلل، دوی په خپله په جنایتونو کې شریک دي، د بېلګې په ډول دوی په دې نوم چې طالبان وژنو، پر ځای یې شپږ میاشتني کوچني ماشومان وژني یا هم یوه نالوستې مېرمن وژني.

ویدا وايي، چې مونږ یوازې دا غواړو چې د امریکا خلک پر خپل حکومت فشار راوړي د هغو چارواکو او پوځیانو مخه ونیسي چې زمونږ د بې ګناه او بې پناه خلکو د مرګ لامل ګرځي.

د افغانستان او امریکا حکومتونو د جرمونو د نړیوالې محکمې تړون نه دی لاسلیک کړی. د هاګ د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ ز کال کې جوړه شوې ده او د نړۍ ۶۰ هیوادونو د یادې محکمې اساس نامه لاسلیک کړې او منلې ده، چې د جګړې جرمونه په ګوته او څیړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close