امریکا په افغانستان کې دجګړې دوام دکندوز پېښه پلمه کوي

 په افغانستان کې چې څومره جګړه شوې او افغانان پکې وژل شوي دي بهرینو مغروروهېوادونو د یوبل په مقابل کې افغانستان دجګړې ډګر ګرځولی. انګریز په ۱۵۹۸ کې خپلې امپراتورۍ ته دپراخوالي لپاره مقابلو هېوادونو سره مقابله پراخه کړه هغه وخت انګریزانو، روسانو او امریکانو په خپلو وسلو او عسکرو په مرسته د یو بل سېالي کوله . روسانو غوښتل امریکا په اسیا کې دپښې ایښودلوځای پیدا نکړي که څه هم روسانو سره انګریزان هم مخالف وو خو روسانو نه غوښتل امریکا اسیا کې لاس ولري. په ۱۸۸۵ – م کې چې دنورو ایاستونو وروسته پنجده ونېوله امریکا ته دروسانو دپراختیا وېره زیاته شوه امریکا ورته افغانان وسلوال کړل بیا دروسانو سرافغانانو پدې شرط چې پرافغانستان به تېری نه کوي بنجده يې ورپریښوده امریکا چې دروسيې او افغانانو تړون ولید پر افغانانو يې وسلې بندې کړې افغانانو روسانو ته مخه وکړه . په ۱۹۴۵ کې دنوروهېوادونو تر څنګ روسانو په افغانستان کې دموافقوله مخې درغاوونو کارونه پېل کړل چې دزیاتو سرکونوجوړولو قراردادونه دروسانو سره وشول. امریکا ته بیا ویره پیداشوه خو چې روسانو پر افغانستان دتجاوز ته مخ واړاه اوپر افغانستان يې یر غل وکړ امریکا ورته افغانان بيا وسلوال کړل اوان تر دې چې امریکا له نور هيوادونو څخه هم افغانانو ته مرستي وغوښتې او روسان په افغانستان کې مات شول. دروسانو ماتې دامریکا بریا وه روسان په اقتصادي لحاظه له پښوولويدل نېول شوي ریاستونه يې له لاسه ووتل خو چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ روسانو ته په افغانستان کې د امریکا په خلاف دغچ اخستنې احساس پیداشو. روسانو ته پرافغانستان ، عراق یرغلونه او په سوریه کې د بشارالاسد مخالفت لپاره یاغيانو ته وسلي ورکول ښه زمېه سازي ده روسيې دعراق او افغانستان سره اړیکې ټنګې کړې او داسد سره يې دمرستې په نامه پر یاغيانو دامریکا جوړې ډلې داعش بمباري پېل کړه امریکا يې مخالفت وکړ چې ملکې وګړي په بمباريو کې وژني ، روسان وايي امریکا یي الوتکي په افغانستان کې په ملکي وکړو بمبار کوي چې دکندز ښار پر روغتون بمباري يې ښکاره بیلګه ده امریکا او روسانو په افغانستان کې د۵ کاله دسړې جنګړې وروسته په نظامي جګړه کې سره سیالي پېل کړه اوس افغانستان بیا دامریکا او دروسيې دسيالۍ ډګر ګرځیدلی دی، تېرو ورځوکې دامریکا په مخالفت له دسوريې په شمال کې د داعش دمرکزونو دبمبار را وروسته دوه ورځي وړاندې دکسپين له بحرې ۲۶ توغندي د داعش په مرکزونو وویشتل اوهم يې په افغانستان کې دامریکا په مقابل کې د داعش برخلاف دهوايي څرخي الوتوکو او وسلوژمنه دافغان مو جوده دولت سره وکړه. اوس امریکاته ستونزې پدې زیاتي شوې چې په سوریه کې داعش نيولې سيمې دروسانو په بمباریو دلاسه ورکوي اوپه عراق اوافغانستان کې دداعش دپرمختګونو مخه نېول کېږي چې په همدې موضوع يې په برکسل کې دناتو د دفاع وزيرانو غونډه راوبلله ، په سوریه کې بمباریو په کولو يې نیوکې وکړې چې امریکا دخطر سره مخ ده یوه نیوکه يې داوه: ترکیه دناټو غړی هېواد دی روسانو دترکيې دقلمرونه په تیری پرسوریه توغندي ويشتلي دي. دویمه نیوکه یې داوه چې روسي الوتکو ولسي وګړي بمبارکړي او سوريې د اولس وینې يې وبهولې حال داچې په کندز بمباریو کې ناټو په روغتون کې دډاکټرانو او ناروغانو وینې وبهولی. امریکا چې په ۲۰۱۳ کې يې دبرکسل په غونډه کې تر ۲۰۱۴ پورې له افغانستانه دبهرینو پوځونو استلوپرېکړه کړې وه اوس دکندز ښار دطالبانو لخوا نېول يې پلمه کړل او دتېرې ورځې برکسل غونډه کې دناټوعمومي مشر ینس سټا لټبرګ وویل چې مونږ په افغانستان کې دعسکرو د ايستنې په اړه غور کوو او دا هم په نظرکې لرو چې نوې تګلاره ورته غوره کړو. په نوې تګلاره کې دافغانستان په حالاتو چې افغان پوځ امن نشي ساتلی باید ترلسوزرو پورې امریکايي عسکر په افغانسان کې دایمي نظامي اډې ولري، په افغانستان کې بايد دامریکا پوځي قوماندان جان کمبل ، دامریکا دسنا دمجلس ددفاع دکميټي رئیس جان کيري اودناټوعمومي منشي لټمبرګ درې واړو په یوه خوله دکندز دښار دپیښې په پلمه په افغانستان کې دجګړې ددوام لپاره لاره هواروي. امریکا نه غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي هسې تشې په نامه دسولې تبلغات کوي خو دروسانوپه مقابل کې امریکا له افغانستانه تلونکې نه ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close