امریکا په رښتیا سوله غواړي؟/ خالد روان

د سولې د خبرو سره سم جگړه هم تونده شوې. د هلمند لپاره د طالبانو والي ملا عبدالمنان  د امریکا د بې‌پېلوټه الوتکې په برید کې شهید شو. ورسره جوخت ناټو، امریکا او افغان حکومت هم د جگړې د توندېدو خبرداري ورکړل. په ځینو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد ژمني عملیات هم شروع شول او د جينېوا په غونډه کې ناټو له افغان حکومت سره د میلیونونو ډالرو د مرستې اعلان یوازې د جگړې لپاره وکړ.

امریکايي نظامي چارواکي وايي، موږ باید په افغانستان کې پاتې شو او که چېرې موږ افغانستان پرېږدو، نو طالبان بیا واک ته راځي. ناټو په افغانستان کې د جگړې پای سوله بولي او نږدې هره ورځ د افغان سولې په اړه ضد و نقیض څرگندونې په رسنیو کې خپرېږي. کله په افغانستان کې د پاتې کېدو، کله د جگړې حل سوله او کله د پراخه نظامي مرستو خبرې کېږي.

حکومت خو د سولې لپاره داسې یو ۱۱کسیز پلاوی ټاکلی چې اصلاً د سولې نه، بلکې د جگړې لپاره یې ټاکلی. په دغه ۱۱ پلاوي کې داسې کسان شته چې نه سوله غواړي او نه یې په سوله کې گټې شته. بلکې غواړي چې په افغانستان کې جگړه شل کاله نوره هم وغځېږي او دوی پکې ښې گټې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد بیا په درېیم سفر سیمې ته راغلی، چې د افغانستان په گډون به قطر، عرب متحده اماراتو، پاکستان او گڼو نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي او د افغان سولې په اړه به بیا خلکو ته هیلې ورکړي. د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د ویل شویو خبرو په اړه تراوسه ډېر کم خلک پوهېږي. د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ د دویم ځل د خبرو په اړه طالبانو ځینې خبرې له رسنیو سره شریکې کړې وې، خو د هوکړې، اوربند او د امریکایانو د وتلو په اړه تراوسه خبره گونگه ده.

امریکا په هېڅ قیمت افغانستان داسې په قراره نه پرېږدي. له افغانستان امریکا ټوله منځنۍ اسیا، ختیزه اسیا، لویدیزه اسیا او آن اروپا څارلی شي. له افغانستان سره په گاونډ او لرې گاونډ کې د امریکا دوه دُښمنان چین او روسیه پراته دي او که امریکا په افغانستان کې نور هېڅ ونه کړي، نو دغه دواړه هېوادونه خو ښه گواښلی شي. د امریکا له لوري د داعش پروژې راپیداکول او د تاجکستان پولو ته یې رسول د دې خبرې ښه ضمانت دی چې امریکا غواړي افغانستان نور هم منزوي کړي او د سیمې ټول هېوادونه یې دُښمنان کړي.

په افغانستان کې د امریکا گټه یوازې د چین او روسیې گواښل نه دي، بلکې په افغانستان کې پراخ کانونه امریکا نه پرېږدي، چې له افغانستان داسې په اسانه ولاړه شي. د افغانستان ډېری کانونه همداسې سلامت پاتې دي او امریکا د افغانستان د جگړې ټول لگښت له همدې لارې پوره کوي.

خو امریکا به څنگه وځي؟

طالبانو د تېرې ورځې په اعلامیه کې ویلي وو، چې امریکا به مجبوره کړي چې افغانستان پرېږدي. روانه او تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکا لپاره ښې نه وي؛ ځکه تر لسو ډېر عسکر یې مړه شول او همدومره ټپیان شول. که طالبان لږ پام نور هم امریکايي عسکرو ته واړوي او په افغانستان کې د دوی مېشت ځایونه او عسکر په نښه کړي، نو امریکا به ډېر ژر له افغانستانه ووځي.

گنې امریکا به د سولې ډېرې ژمنې وکړې او خپل وخت به د سولې په سفرونو، خبرو او تېر ایستلو تېر کړي او دلته به د جگړې ډگر نور هم گرم شي. د امریکا وتل به حتماً وي، خو د اخېري وتلو نېټه به یې ډېر ژر واورو. ځکه افغانستان د امپراتوریو هدیره ده او امریکا به په دغه هدیره کې حتماً ښخېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close