امریکا: په سوریه کې مو د القاعدې یو مشر د یوه هوايي برید په نتیجه کې وژلی دی

کابل ټکی کام ۲۶میزان/۱۳۹۴
فرید احمد
د امریکا دفاع وزارت پنټګان د شنبې په ورځ ویلي دي چې د القاعدې یو لوړ پوړي چارواکي چې د یاد تنظیم په اقتصادي برخه کې یې کار کاوه، د سوریې په شمال ختیځ کې د یوه هوايي برید په نتیجه کې وژل شوی دی.
سنافي الناصر لوړ پوړی چارواکی چې د القاعده شبکې د خراسان ګروپ غړیتوب لري، د سه شنبې په ورځ وژل شوی دی، ناصر د شبکې یو مهم غړی وو، چې د القاعده تنظیم لپاره یې د خلیج په هېوادونو کې پیسې او جنګیالي موندل.

سنافي الناصر
سنافي الناصر

د امریکا د دفاع وزارت سکرتر اش کارتر په یوه بیانیه کې ویلي دي، «امریکا به د القاعده او پاتې شونو په کمزوره کولو، له منځه وړولو او خرابولو کې بې باکي ونکړي»
هغه په بیانیه کې زیاتوي «همدا عملیاتي تعهد د خراسان د ګروپ د هغه حملو پلانونو ته یو تندردی چې په امریکا او متحدینو باندې یې کوي او دې برید سره یو ځل بیا دا ثابته شوه چې څوک هم دا کوښښ کوي، مونږ او متحدین مو په نښه کړي، زمونږ تر ښکار لاندې به کیږي.
پنټګان وايي سنافي الناصر سعودي تابیعت لرونکی نوي جنګیالي له پاکستان څخه د ترکیې له لارې سوریې ته را اړول.
ویل کیږي چې الناصر په ۲۰۱۲ کې په ایران کې د القاعدې تنظیم مشر وو چې وروسته په ۲۰۱۳ کال کې په سوریه کې په یادې دندې وګمارل شو.
د القاعدې د خراسان د ګروپ دا پنځم لوی مشر دی چې په تېرو څلورو میاشتو کې په سوریه کې په نښه کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close