امریکا په کابل کې د خپل سفارت اتباع راکموي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۷)

د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې امریکا غواړي د خپل تر ټولو لوی سفارت چې په پلازمینه کابل کې موقعیت لري، افراد راکم کړي.

دغه سفارت چې په نړۍ کې د امریکا تر ټولو لوی سفارت شمیرل کیږي د زرګونو په شمیر کې امریکایي پوځیان او استخباراتي کارمندان په کې دندو بوخت دي.

د این پي آر په نامه یوې خبري شبکې د دغه سفارت یوه سند ته لار موندلې چې په کې راغلي “ په معمولي توګه په کابل کې زمونږ حضور زیات شوی دی؛ دغه ماموریت په نړۍ کې تر ټولو لوی هغه دی چې له نورو سفارتونو دوه برابره پراخ او د عراق په پلازمینه بغداد کې له شته امریکایي سفارت نه ۳۵ ځله لوی دی“
دغې خبري شبکې ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو غواړي په دغه سفارت کې خپل حضور خورا کم کړي.
څلور کاله وړاندې د دغه سفارت پر بیا پراخولو ۸۰۰ میلیونه ډالره لګښت راغلی و، چې اوس د امریکایي ځواکونو له وتلو سره د دغه سفارت د کارمندانو پر وتلو هم کار پیل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تازه رویټرز اژانس د یوه امریکایي جنرال جوزف ووټل له قوله خبر ورکړی چې روانه میاشت به خپل زر تنه سرتیري له افغانستان څخه وباسي.
باید وویل شي چې طالب مرکچیانو امریکایي چارواکو ته په قطر کې د وروستۍ غونډې پرمهال ویلي چې سفارت کې یې عسکر نه شي زغملی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close