امریکا: په کلیفورنیا کې اورونه لا هم بلیږي او په پراخه کچه زیانونه یې اړولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۶)

د امریکا په کلیفورنیا آیالت کې له تیرې اونۍ راهیسې لګیدلی اور لا هم په سرعت سره مخ پر وړاندې روان دی او په زیات شمیر زیانونه یې اړولي دي.
په امریکا کې دغه د “جنت“ په نامه آیالت اوس په دوزخ بدل شوی او نږدې ۱۵۰ هکتاره ځمکې یې سوځیدلې چې په لړ کې یې لوی ښار “پاراډايز“ په یو مخیز ډول په ایرو بدل شوی دی.
په دغه اور کې تر اوسه تر ۶۰ تنو ډیر کسان وژل شوي او ۶۳۰ کسان ورک دي.
په دغه اور کې نږدې لس زره کورونه ، رهایشي مارکیټونه او کانونه سوځیدلي او د زرګونو نورو د سوځیدو خطره ده.
اطفایه هڅه کوي له ټولو امکاناتو څخه په استفادې سره اور ختم کړي، خو د تیزو بادونو او طوفانونو له امله یې هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close