امریکا څنګه د طالبانو پر وړاندې په تبلیغاتي جنګ کې ناکامه شوه؟

لیکوال: جي پي لارنس، سټارز اینډ سټرېپس رسنۍ

ژباړه: احمد ظریف

په ۲۰۰۹ کال کې امریکایان په دې پوهېدل چې د روژې په مياشت کې د کندهار چاودنه د طالبانو کار ده، په دې چاودنه کې ۴۱ تنه ووژل شول او ۶۰ کسان نور ژوبل شول.

په ورته مهال، توماس جانسون چې هغه مهال په کندهار کې له تاوتريخوالي سره د مبارزې په برخه کې د امریکايي پوځیانو مشاور و په یاد لري چې د کندهار ډېری اوسیدونکي په دې باوري شوي وو چې غلطي د امریکا ده.

جانسون وايي، طالبانو له همدې ترديد او شک څخه ګټه پورته کوله، چې آن دا شک د کندهار په هغو کسانو کې هم پیدا شوی وو چې له امریکایانو سره یې کار کاوو، ده په هغه وخت کې له قبايلي مشرانو سره مرکې کولې.

په همدې ترتيب، د توطئې تيوري په دې وروستیو اونیو کې په کندهار کې هم ځای نيولی او په پایله کې يې د طالبانو پر ځای چې د جنوب په ترټولو قوي کس يې د برید مسوولیت ومانو، خلک امریکا د عبدالرازق د مرګ مسووله ګڼي.

هغه کسان چې د طالبانو د جګړې له دوام څخه په تعجب کې دي، کولی شي د جانسون وروستی کتاب ”د طالبانو داستان او د افغانستان شخړه کې د قدرت او استفادې کيسې” وګوري چې ټاکل شوې ډېر ژر په پښتو او دري ژبو وژباړل شي.

جانوسون چې اوس د سمندري پوځیانو د ښوونځي استاذ دی ليکلي، په افغانستان کې د امریکا ۱۷ کلنه جګړه د هغو زړورو سرتېرو پر مټ نه نشو ګټلی چې هر څه یې په لاره کې راشنه شي هغه له منځه وړي، بلکې دا کاميابي په تبلیغاتي جګړه کې په بریاليتوب شونې ده، هر څوک چې ښه تبلیغات لري هغه به ګټونکی شي، ځکه اغېزناک اطلاعاتي کمپاین کولی شي هغه برداشت او تفسیر خلکو ته ورکړي چې مطلوب وي.

د جانسون کتاب څرګندوي چې څنګه طالبانو له خپلو شعرونو او ترانو څخه په دې کې ګټه اخيستې تر څو د افغانستان خلک په دې باوري کړي چې د امریکا متحده ایالات او د هغې متحدین اشغالګران دي، په داسې حال کې چې امریکا په خپلو پیغامونوسره چې تل د تغیر په حال کې وي او په ځینو مواردو کې له فرهنګي لحاظه د هضم وړ نه وي نه ده توانېدلې تر څو افغانان په دې باوري کړي چې ولې باید بهرني پوځیان په دې هیواد کې شتون ولري.

پایله داشوه چې د امريکا د متحده ايالتونو د لوړې سطحې تبلیغاتي وسايل د افغانانو د زړونو په ګټلو کې د طالبانو د ارزانه او ساده تخنیکونو په مقابل کې مغلوب شول.

د جانسون په بیان کې دوه مهم عوامل شتون لري:

یوه اشتباه داوه چې امریکا پر افغانستان د حملې تر وخته د دې هیواد په باره کې کافي معلومات نه لرل، په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان په اړه امریکايي کارپوهان او هغه کسان چې په سیمه ييزه ژبه خبرې وکړي لږ وو او امريکا تر ډېره په هغو افغانانو متکي وه چې ډېر وخت يې له دې هیواده لرې تېر کړی و.

جانسون له سټار اېنډ سټريپس ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل، په تاریخي لحاظ د بغاوتونو د کاميابۍ او ناکامۍ سرنوشت په دریو لومړیو کلونو کې معلومیږي، دغه درې کلونه [چې امريکا په افغانستان کې شتون درلود] زموږ د کلتوري پيغامونو لپاره تر ټولو بد وخت وو، ځکه موږ له فرهنګي پوهې بې برخې وو.

د یوولسم سپتمبر تر پېښو وروسته جانسون د هغو تبلیغاتي رسالو او پيغامونو په طرحه کولو کې مرسته کوله چې افغانانو ته يې دا روښانه کوله چې ولې امریکايي پوځیان ددوی هیواد ته راغلي دي. جانسون، چې هغه مهال یې د امریکا د دفاع وزارت لپاره کار کاوه، د طالبانو د حکومت د تاوتريخوالي د روښانه کولو لپاره یې د يوې طرحې وړانديز وکړ.

بیايي وروستی محصول چې د ځانګړو پوځیانو په وسیله ولېږدول شوپه سترګو وليد، تبليغاتي رسالې په غلطه ژبه لیکل شوې وې، په داسې حال کې چې د هغې سیمې ټول وګړي به پښتانه وو، په ورقو به دري توري ليکل شوي وو. شاوخوا ۸۰ ميلیونه نوري هغه ورقې په افغانستان کې نشر شوې چې د افغانستان د بیرغ عمودي ټوټې په غلطۍ افقي پکې چاپ شوې وې. په وروستیو پاڼو کې د مېرمنو بې حجاب څېرې وي، یا د قرآن کلمې پر سپي چاپ شوې وې، چې د افغانانو له نظره دا کفر و.

جانسون وايي، په مقابل کې طالبانو څو ساده پيغامونه تکرار کړل. جانسون د طالبانو د شعرونو، ترانو او مجلو د راټولولو په برخه کې د اوه کلن کار په موده کې دا وموندله چې دا ډله په خپلو تبلیغاتو کې له هغو موضوعاتو څخه استفاده کوي چې د روسانو پر وړاندې د جنګ پر مهال ترې ګټه اخيستل کېدله. دا موضوعات هغه شعارونه او تبلیعاتي پيغامونه وو – لکه له بهرنیو متجاوزینو څخه خپلواکي، د الله تعالی، هیواد او کورنۍ لپاره قرباني – چې ډېری افغانانو طالبانو او امريکایانو ته له پاملرنې پرته پر هغو باور کاوه.

جانسون وايي، ډېری هغه کسان چې له طالبانو سره جګړه کوي، له طالبانو سره موافق دي، هغوی یوازې طالبان نه خوښوي، هغه څه چې دوی مخالفت او یوه لوري حرکت ته هڅوي همدا پیغامونه دي.

جانسون د طالبانو د شعرونو، شعارونو او په ټولنيزو رسنیو کې د پوسټونو نمونې وړاندې کوي، افغانستان هغه هیواد د ی چې شعر خوښوي او د طالبانو د شعرونو اغېز- لکه د باغ په فراق کې د بلبل فریاد او په داسې نورو بارو کې- پر کليوالو افغانانو دومره پراخ و چې د امریکا تبلیغاتي پاڼې د خپل ماموریت په ترسره کولو کې پاته راغلې.

د جانسون په خبره، طالبان اوس هم د ډېری ښاري افغانانو لپاره د منلو وړ نه دي، خو ښارونه هیڅ کله د تبليغاتي هڅو د تمرکز محور نه دي.

د جانسون کتاب کېدلی شي کله خسته کونکی وي، ځکه دا کتاب یو علمي متن دی چې د طالبانو د مختلفو تبليغاتي ډولونو په اړه جوړ شوی دی، ما دا خوښوله چې د تحلیل تر څنګ ډېرې کيسې په دې کتاب کې ولولم، دې کتاب دې ته توجه نه ده کړې چې ایا اغېزناک پیغام رسول کولی شي په دې هیواد کې قومي شخړې او د فساد په څېر موجودي اندېښنې له منځه یوسي او کنه.

له دې سره هم، د جانسون کتاب یو جدي او مشخص نظر په دې اړه وړاندې کوي چې څنګه امریکا افغانانو ته د یوه داسې پیغام په رسولو کې ناکامه شوه چې د درک او باور وړ وي او څنګه طالبانو وکولای شوای چې ۱۷ کاله جګړې ته دوام ورکړي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close