امریکا چا ماته کړه؟!

جواد څارگر

یو وخت به داسې هم وي چې په کوم نړیوال میوزیم کې به، داسې یو انځور ایښی وي چې پر سر به یې کږه ـ وږه پکړۍ وي، پر پښو به یې شلیدلي بوټان وي، لمن به یې اوږده وي، ول ـ ول زلفې به یې پر اوږو پرتې وي، مخ ته به یې یوه زړه پېکاه پر دوه پښو ولاړه وي او د انځور لاندې به یې لیکلي وي؛ دغو شډلو او له عصریت، تمدن، او ټیکنالوژۍ بې برخې انسانانو دیوویشتمې پېړۍ ستر فرعون دړي ـ وړي کړ.

داسې مې یاد شي لکه دا نن ورځ؛ په ډېر کبر یې اعلان وکړ، ان دخدایۍ دعوه یې وکړه او زیاته یې کړه؛ زه به طالبان له سوړو را وکاږم، مراکز به یې تس ـ نس کړم، عسکري ځواک به یې په نطفه کې ورخنثی، او نړۍ به لکه دجنت آرامه او سوکاله کړم.

له دې دعوې پوره دری کاله وروسته، زموږ دکلي څو تنه تنکي ځلمیان له کلي ورک شول

کله چې څه موده وروسته راوګرځېدل او د امریکایانو سره یې دجهاد خبره یاده کړه؛ خلکو وخندل، ګومان یې نه کېد، چې داسې څوک به هم وي چې د امریکایانو دپرمختللې ټیکنالوژۍ او مجهزو پوځیانو سره دې دمقابلې ټټر ووهي؟

یوه ورځ مې په یوه مجلس کې وویل: شهید احسان الله احسان دارالعلوم حقانیه کې، طالبانو ته په خطاب کې وویل؛ اوس دنړۍ واکمنۍ ته امریکا مټې بډ وهلي، ډاډ درکوم چې امریکا به هم لکه دروسانو ټوټه ـ ټوټه کېږي، خو له خدایه یې غواړم چې دا افتخار هم و غیرتي افغانانو ته نصیب کړي

خلکو وخندل؛ یوه یې راغبرګه کړه، وایي دا خوبونه مو اوبو ته تېر کړئ، امریکا دنړۍ زبر ځواک دی او په ګُل کې غوټۍ په نښه کوي. دا خړ ـ پړ طالبان او زاړه راکټ، د امریکایانو پر وړاندې خس ـ خشاک دي.

 

اوس هم ځینې هغه خلک چې دخدای له لوَړ قدرته منکر او ټوله تکیا یې دغرب ټیکنالوژۍ ته ده؛ دا نه مني چې د امریکایانو سره مقابله دبنده د وس کار دی، دوی پر خپل ناقص فکر امریکایان دنړۍ خدایان منلي، او څه چې یې زړه وغواړي، په دقیقه کې یې کولای شي

دغه دبنده، بندګان که چېرې دبدر او اُحد په میدان کې موجود وای؛ حتمي ده چې پر همدې فکر به له ایمانه شاته کېدل چې ګویا دزغره والو پر وړاندې، په تش لاس مقابله له حماقت پرته بل څه ندي.

دا څه دنن تازه او خارق العاده خبره نده چې دتاریخ قلمونه به یې پر ثبتولو کې، سوچونه کوي چې څنګه یو ناممکن، ممکن کېدلای شي، ځکه چې دتاریخ پاڼې له همداسې لسګونو خارق العاده کارنامو څخه ډکې دي.

 

دبدر غزا، د اُحد غزا، دتبوک غزاء، دیرموک غزا، او دلومړنیو دؤو خلفاء راشده ؤ دوخت سترې معرکې دتاریخ دپاڼو رنګین بابونه دي، په دې ټولو غزواتو کې د ایمان خاوندان پر ټولو وسایلو نیمګړي ول مګر بیا یې هم، دقوي ایمان پر مټ په ټولو میدانونو کې طاغوتیان مات کړي

غزنوي’رح’ لکونه هندوان د ایماني قوت پر مټ پرځولي، ایوبي’رح’ ټوله صلیبي نړۍ په کلک ایمان په ګونډو کړې، افغانانو په تېر کې چنګېز ـ انګرېز او روسان پر همدې وسیله مات کړي او نن چې طالبانو دنړۍ دزبر او مغرور ځواک ژامې وګړبولې، دا هر څه دقوي ایمان برکت دی او هغه څوک چې نه یې مني، پر خپل ایمان دې وډار شي.

 

دخوشحاله، سوکاله، خپلواک او اسلامي افغانستان پر هیله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close