امریکا چا ماته کړه؟ / غزل

ملنګ یار

مغروره نه شې غازي ځوانه چې دا ما ماته کړه

دغه نصرت وو الهي دا الله ج ماته کړه

 

له قربانیو دې قربان شم قهرمان ثابت شوې

چا چې سبب کړې ورته ته دا هغه چاماته کړه

 

له ناشکرۍ نه یې بیزار نه شې غازی جانانه

د یو تکبیر په غږ دې درسته امریکا ماته کړه

 

منزل لا پاتې دی ستومان نه شې ارام مزل کړه

سر ته لا نه یې رسیدلی اوس یې ملا ماته کړه

 

یواځې دا نه ده، په تاریخ کې مثالونه لرو

د ګران موسی په لاس یې لویه اژدها ماته کړه

 

چې بوت پرستو به بوتانو ته سجدې په کې کړې

سلطان محمود باندې یې هغه بوت خانه ماته کړه

 

پرون تا ولیدل شاهد وې له آزان نه وروسته

د لمر په وړانګو یې ها تکه توره شپه ماته کړه

 

ډیر کبرجن و، ده ویل ماتې به ونه مني

د ملنګ یار یې د زړګي دا انديښنه ماته کړه

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close