امریکا: کلیفورنیا کې پراخ اور ګڼ مالي زیانونه اړولي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۸)

د امریکا په کلیفورنیا آیالت په ځنګلونو کې یوځل بیا پراخه اورلګیدنه رامنځته شوې، د چارواکو په وینا تر اوسه ۱۰ زره هکتاره ځمکه سوځیدلې او اور لا هم مخ پر وړاندې روان دی.
د کلیفورنیا آیالت ځایي چارواکو د اور سیمې ته نږدې ټولو میشتو خلکو ته د کورونو د پریښودو امر کړی او ځینې لویې لارې هم تړل شوې.
د چارواکو په وینا ، د یادې اور لګیدنې د کابو کولو لپاره ګڼې د اطفایی ګڼې چورلکې او ۱۵۰۰ کارمندان مؤظف شوی دي.
باید وویل شي چې دوه میاشتې وړاندې هم د یاد آیالت په ځنګلونو کې پراخه اورلګیدنه رامنځته شوې وه چې په پراخه کچه کورونه ، کرنیزې ځمکې او ځنګلونه یې له منځه یووړل او ۱۰ کسان یې ووژل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close