امریکا که د اور پرتوګ؟

آصف الله آصفي

دا خو ټولو ته د لمر په څیر روښانه ده چې فعلي حکومت د امریکا په واسطه له غرب نه افغانستان ته هغه مهال د امریکا په لاس راولیږدول شو چې امریکا په خپل ټول وقاحت سره په افغانستان کې د افغانانو په لاس جوړ شوي اسلامي حکومت د کروز توغندیو او B52 الوتکو د سترو سترو بمونو په غورځولو سره دې ته اړ کړو چې په تاکتیکی توګه ښارونه پریږدي او غرونو ته پورته شي.

دا هم ټولو ته روښانه ده چې فعلی حکومت ژوند د امریکا د اکسجن په واسطه پر مخ ځي، د ولسمشر اشرف غني د مبالغه آمیزي ادعا سره سره چې په یوه مرکه کې یې وویل چی که امریکا د افغانستان د فعلی حکومت له مرستې لاس واخلی یواځي ۶ میاشتی عمر به ولری.

خو خلک او نړیوال بیا په دې اند دی چی که امریکا د فعلی حکومت له ملاتړه لاس واخلی نو یواځي یوه میاشت به ژوندی پاتی شي او له دی نه مخکی یې د جنازې د وتلو امکان هم ډیر زیات دی.

نو په پوره یقین سره ویلای شو چې امریکا په فعلي شرایطو کې د افغانستان د فعلي حکومت لپاره د اور د پرتوګ حیثیت لري، په دی معنی که حکومت دا پرتوګ باسي نو شرم ورپه برخه کیږي او که نه یی باسي نو سوځوی یی.

د اور دا پرتوګ نه یواځي حکومت سوځوي بلکي په ګرد هیواد کی یی هم اورونه بل کړیی، په دی معنی چې دغه د اور پرتوګ په تن حکومت چې د هیواد هرې خواته ځي هغه ځای هم اور اخلی او د جنګ او جګړي باعث ګرځي، نو ځکه د ټولو افغانانو او په تیره بیا د اسلامي امارت کلکه غوښتنه هم داده چې باید په افغانستان کې د جنګ او جګړی اصلي عامل د بهرنیو پوځیانو (د اور پرتوګ) موجودیت دی، او چی کله هم د اور دا پرتوګ د فعلي حکومت له پښو وویستل شي نو که حکومت ته شرم ورپه برخه کیږي خو افغانانو ته بیا د سوکالۍ پیغام دی او هغه دا چی په ټولو سیمو کی به جنګ او جګړی پای ومومي، بیا افغانان پوهیږي چی خپل سرنوشت په خپله خوښه وټاکي.

افغانان باید اوس خپل ټول ټینګار، تمرکز او فوکس په همدی ټکی وکړی چی د اور دغه کرغیړن پرتوګ له دغه هیواد ورک کړی، چې له کبله یې ټول هیواد اور اخیستی، ورپسی بیا آسانه ده چې د بین الافغاني تفاهم له لاري افغانان کینی، قناعت سره وکړي، او په خپل ټاټوبي کي په خپله خوښه یو اسلامي حکومت چې د دوه ملیونو شهیدانو ستر ارمان دی حاکم کړی، او هیواد مو د تل لپاره د سوکالۍ او آرامۍ زانګو وګرځي. و ما ذلک علی الله بعزیز.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close