”امریکا کې فلورنس توپان ښايي زیات کسان ووژني“

امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی د فلورنس په نوم توپان چې د امریکا شرقي ساحل ته نږدې شوی زیات خلک وژلای شي.

د بي بي سي انګلیسي د خبر له مخې، د طبیعي پېښو د مدیریت د فدرالي ادارې یوه چارواکي، بروګ لانګ، ویلي چې د اقیانوس سمندر د اوبو راپورته کېدلو له امله به دا توپان په غیرساحلي سیمو کې سختې فاجعې رامنځته کړي.

د رویټرز خبري اژانس په خبره، د توپان له امله تر دې دمه تر ۱۰۰ زره د زیاتو کورونو او سوداګریزو ځایونو برېښنا پرې شوې ده.

ښاغلي لانګ په یوه خبري کانفرانس کې ویلي، ”دا توپان ډېر زیات خطرناک دی، او له همدې امله، متاسفانه، ښايي زیات خلک په غیرساحلي سیمو کې ووژل شي.“

په شمالي کېرولاينا، جنوبي کېرولاينا او ويرجينيا ايالاتونو کې تر پرونه يو ميليون کسان نورو سيمو ته تښتېدلي وو.  د شمالي کېرولاينا والي خلکو ته ويلي چې راتلونکی توپان ”یوه بلا ده، چې ډېره ستره او خطرناکه ده.“

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close