امریکا ۲۰۱۸ کال کې د پخوانیو دریو کلنو په نسبت زیات بمونه پر افغانستان اورولي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۳)

د امریکا د ملیټري ټایمز ورځپاڼه چې تر ډیره د امریکایي پوځ پر خبرونو تمرکز کوي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له تازه راپور څخه پرده پورته کړې ده.
دغه راپور چې د امریکا هوایي ځواک له رسنیو سره شریک کړي، په کې راغلي امریکایي الوتکو په ۲۰۱۸ کال کې دومره بمونه پر افغان خاوره اورولي، چې په تیرو دریو کلنو کې یې نه و غورځولي.
رابور کې راغلي، امریکایي بې پیلوټو (ډرون) او جیټ الوتکو په تیر ۲۰۱۸ کال کې ۷۳۶۲ بمونه پر افغانستان غورځولي دي.

دغه راز په دغه کال کې، امریکايي او ناټو قواوو ۸۱۹۶ جګړییز پروازونه تر سره کړي دي.
راپور زیاتوي، تېر کال د سپټمبر او نومبر په میاشتو کي د امریکا هوايي ځواکونو د داعش په پلمه ۱۶۸۲ بمونه پر افغان خاوره اچولي چې د اوښتو تلفاتو اړوند یې جزئیات لا نه دي رسنیز شوي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۱ کال کې امریکا په افغانستان کي ۵۴۱۱ بمونه اچولي وو.
د بشري حقوقو فعالان او افغان ولسونه وایي، د بهرنیانو په بمباریو کې تر ډیره ولسي افغانان په قصدي ډول په نښه کیږي، چې دا موضوع د جدي اندیښنې وړ ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close