امریکا ۶زره بمونه پر چا وغورځول؟/ هېواد ریان

د امریکا د دفاع وزارت «پنټاگون» پرون وویل، چې په تېرو لسو میاشتو کې یې پر افغانستان ۶زره بمونه غورځولي، خو د اوښتو تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي. که په دغه بمبار کې هر څوک وژل شوی وي، هغه افغان دی او باید پوښتنه یې له امریکا وشي. یعنې امریکا په تېرو لسو میاشتو کې هره ورځ پر موږ ۲۰ بمونه غورځولي او حکومت یې په کیسه کې هم نه دی. دا چې له امریکا د ۶زره بمونو پوښتنه وکړي، لا امریکایان هڅوي چې د بمونو، بمباریو او توغندیو غورځولو لړۍ چټکه کړي. ځکه که امریکایان بمباري ودروي، نو طالبان به واک ته ورسېږي او دوی به د واک له گدۍ رانسکور او د کابل په چوکونو کې به راځوړند شي.

امریکا او حکومت دغه بمباري په طالبانو ښيي، خو نږدې هره ورځ د افغانستان په یوه سیمه کې پر عامو افغانانو بمبار شوی وي. ښه بېلگه یې د پکتیکا او گرمسېر وروستۍ بمبارۍ وي، چې ټول ملکي وگړي پکې په نښه شوي وو. ننگرهار، خوست، پکتیا، کونړ او نور ولایتونه خو مه یادوه. د امریکا په ټولو ړندیو بمباریو کې یوازې افغانان وژل کېږي او دغه ویر یوازې د افغان کور په برخه کېږي.

امریکا په کوم دلیل طالبان بمباروي؟

امریکا هېڅ حق نه لري چې د افغانستان په خاوره کې یو ځناور هم ووژني. امریکا په زور راغلې او دلته یې روبوټان کېنولي. لا یې د حکومت او نظام نوم هم ورکړی، خو دوی د امریکا په لاس په وژل شویو افغانانو خوښي ښيي او پر وړاندې یې هېڅ غږ نه پورته کوي.

طالبانو د امریکا له راتگ سره سم د امریکایانو پر وړاندې سپېڅلی جهاد پیل کړی او په دغه برخه کې یې له هېڅ قربانۍ درېغ نه دی کړی، بلکې د زمانې هر جبر، هر زور او هر ډول طاقت سره يې په کلکه مبارزه کړې ده او لا یې هم خپله مبارزه روانه ساتلې ده.

طالبان مسلمانان، افغانان او د دې خاورې اصلي بچي دي؛ خو د امریکا په لاس کېنول شوي خلک نه افغانان دي، نه د دې خاورې بچیان دي، بلکې د امریکا له راتگ سره دلته یوازې د پیسو گټلو لپاره راغلي او د دوی له ورکېدو سره به یو ځای دوی هم خپلو هېوادونو ته ورگرځي.

حکومت ته څه پکار دي؟

که د گډ حکومت مشران ځانته افغانان وايي او د دې هېواد د ملکیت دعوه کوي، نو ورته پکار ده چې د دې ړندو بمباریو پر وړاندې سخت غبرگون وښيي او که دوی هر څه ته د امتیاز او د راتلونکو ټاکنو لپاره د کمپاین په سترگه گوري؛ نو بیا ورنه هېڅ گیله پکار نه ده. ځکه یو انسان چې په خپل هېواد معامله کوي، بیا هغه په هر شي معاملې ته تیار دی.

د اوسني گډ حکومت چارواکي دې تاریخ ولولي او د افغانانو له اصلي تاریخ دې ځانونه خبر کړي. دوی دې د شاه‌شجاع، کارمل، نجیب، تره‌کي او نورو گوډاگیانو له اصلیت ځانونه خبر کړي، چې اوس دوی ته خلک په کوم نظر گوري او څومره احترام یې کوي؟

یوه ورځ به داسې هم راشي، چې د اشرف غني، عبدالله عبدالله، حنیف اتمر، کرزي، صبغت الله مجددي، سیاف، رباني او نور نومونه به د شرم نومونه وي او عام خلک به یې د پېغور په ډول یو بل ته یادوي. دغه حالت راتلونکی دی او ډېر انتظار ورته پکار نه دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close