امریکې د مسکو د غونډې ملاتړ کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۵) زرغون خوږیاڼی

څو ورځې وړاندې د روس، چین او پاکستان هیوادونو استازیو د افغانستان د امنیت او دغلته د داعش او طالب وسله والو په اړه په مسکو کې غونډه وکړه، چې نن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ترې ملاتړ څرګند کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې د مسکو د ناستې ملاتړ کړی او ویلي یې دي د نړۍ په کچه چې د افغانستان د سولې په اړه هر ګام پورته کېږي دوی یې ملاتړ کوي.

د کربي په وینا ښايي د روسيې کنفرانس افغانان یو ګام نور هم سولې ته ور نېږدې کړي او امریکا یې ملاتړ کوي.

د مسکو غونډه کې غړیو هیوادونو په خپل پریکړه لیک کې له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د ځینو طالب چارواکونو نومونه له تورلیسته وباسي، تر څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې لارې پرانیستل شي.

خو افغان چارواکو دغه غونډه پدې خاطر چې دوی ورته نه وو وربلل شوي، پدې هیواد کې د لاسوهنې په معنا بللې وه او ورسره مخالفت یې څرګند کړی و. همدارنګه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې په راتلونکو غونډو کې به افغانستان هم ور وبلي.

افغان حکومت د مسکو د غونډې پریکړه غندلې وه او ویلي یې وو، چې دا ډول پریکړې د افغان حکومت کار دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close