امـیــد-په پښتو کې دا متل دی کبـرجن د خدای دښــــمـــــن دي

محمد غني څاروان

ګرانه خوب مې دی لیدلی، چې واکـــونــــه به موخپـــــل وي

د مهدي لښکر راتګ به دجـــــالانـــــوتـــــــه اجــــــــل وي

په پښتو کې دا متل دی کبـرجن د خدای دښــــمـــــن دي

څوک چې رب سره جنګ غواړي له فرعون سره به مل وي

چې په پښو مو کور ته راغلل په سرو به بېرتـــه درومــــــي

زموږه خاورې نه چې ځغلي ستړی ستړی به یې مــــزل وي

نه به لاس پښې وي تــړلــي پـــه ولـــچـــکـــــو زولـــنـو کې

خپلواکي به وي جــــانـــــانــــه دیــدنــونـــه بـــه مــو تل وي

لـه اغـــیاره ګـیـلــه نــه شــي لـــه رویــبــاره ګـیلـه نـه شــي

ګیله تل وي له خپل یاره چې رقـــیــب ســـــــره خــنــدل وي

د وطن لیــلا پــه ســر به غــوړیــدلـی زرغــون شـــــال وي

په ســــرو شونــډو یې موســکا بــه راخــوره لکــه د ګل وي

د څـــاروان کــشـتـۍ به دا ځـــل تــر ســاحــله ورســـېــــژي

نه به دا یــاغــي څپـې وې تــوپــانــونـــه بـــه مــعـطـــل وي

نېټه : ۴ / ۴ /۱۳۹۲ ل. ل

بګرام زندان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close