امنیې قوماندان: طالبان ښار ته نه دي ننوتلي،طالبان: قوماندان او پرسونل یې ټول تښتیدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۹)

د غزني د امنیې قوماندان فرید احمد مشعل رسنیو ته هغه راپورونه رد کړی چې ګواکې وسلوال طالبان د غزني ښار ته ننوتلي او هلته یې ځینې نظامي سیمې تر کنترول لاندې راوستلې.
قوماندان ویلي، په ښار کې هیڅ جګړه نشته او یواځې د ښار په څنډو کې د خوګیاڼیو،خواجه عمري او زنه خان ولسوالیو اړوند سیمو کې جګړه روانه ده.
خو طالبان وایي چې قوماندان له ټول پرسونل سره یوځای له ولایت څخه تیښته کړې.
ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکي؛

“ د غزني امنیه قومندان او مهم مشران د غزني له ښار څخه تښتېدلي دي، لږ شمیر عسکر يې پاتي چې ډير ژربه له پښو وغورځول شوي“

طالبان وایي چې ټولو عسکرو ته د سر ضمانت ورکوي او وړاندیز یې ورته کړی چې تسلیم شي.
ذبیح الله مجاهد ویلي؛

(د غزني ښار په جګړه کې د مجاهدینو له خوا ملکي خلکوته هيڅ ستونزه نه پيښيږي، زموږ اهداف نظامي ځایونه او د دښمن مراکز دي، البته بې رحمه دښمن دخپلو ثقیله وسلو په وسیله ځينې ملکي کورونه په نښه کړي، خو لا د ملکي تلفاتو په اړه دقیق ارقام نشته.)

دغه راز طالبانو ویلي چې د غزني امنیه قومندانۍ، ټولې شپږ امنیتي حوزې، د (امریکايي پي آرټي) په نامه مهمه قرارګاه، بالاحصار، تپه تلویزیون، د توپچې مرکز (ترک حضرت) او د ښار شاوخوا ټولې امنيتي پوستې طالبانو نیولې.
دم ګړۍ د غزني ښار دننه د ولایت په ودانۍ، استخباراتو او باقي پاتو نور دولتي تأسیساتو بریدونه روان دي.
همداراز د غزني له حدودو څخه تر کابل ښاره پورې د میدان وردګو او غزني لویه لاره د طالبانو لخوا کلکه تړل شوي، د لارې په اوږدو ګڼې پوستې هم طالبانو نیولې.
بل پلو طالبانو د لیزر په نامه قطعه هم نیولې او جګړه پر حرام سرای دوام لري او د غزني په مرکز کې د یونټ په نامه پر وروستۍ قرارګاه هم بریدونه پيل شوي
‏‎د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې

“همدا اوس د استخباراتو اړوند د چټک غبرګون قطعې ته هم طالبان ننوتلي، لسګونه عسکر يې وژل شوي پراته دي.“
پر غزني ښار د وسله والو طالبانو برید دوام لري
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري رسنیو ته ویلي، چې وسله والو له څلورو لوریو پر غزني ښار بریدونه کړي، چې په وینا یې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي نوموړي لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې خو وایي چې د دوی ۷ سرتیري هم ټپیان دي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close