انتخاباتو کمېسيون د تذکيرو پر کاپۍ د سټيکر لګول بيرته لغول کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۷) د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، راتلونکو ټاکنو کې يواځې هغه خلک رايه ورکولی شي چې په خپلو اصلي تذکيرو يې نومليکنه کړې ده.

د ټاکنو کميسيون مالي او اداري مرستيال معاذالله دولتي وايي، د تذکيرو پر کاپۍ د سټيکر لګول په انتخاباتو کې د درغلۍ لپاره لاره هواروي او يو کس کولی شي چې څو کسانو ته خپله رايه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نږدې يوه اوونۍ مخکې د انتخاباتو د کميسيون په خوښه ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې رايه ورکوونکي د اصلي تذکيرۍ پر کاپۍ هم نومليکنه کولی شي.

خو پر کاپۍ د سټيکر لګولو له اعلان وروسته دغه کړنلاره د اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله په ګډون د ولسي جرګې د يو شمير غړو له سخت غبرګون سره مخ شوه زياته يې کړه چې د ټاکنو کميسيون د ولسمشرۍ ماڼۍ له فشار سره مخ شوی چې له کبله يې د ټاکنو کمېسيون د دارالانشاء سرپرستې شهلاء حق هم استعفا ورکړه.

خو تازه د ټاکنو کمېسيون ويلي، چې په ياده پريکړه يې غور کړی او له دې وروسته يواځې په اصلي تذکيره سټيکر لګول کېږي او رايه ورکول کېږي.

که څه هم چارواکي د تذکيرو پر کاپۍ د سټيکر لګولو لامل د ځينو خلکو اندېښنې ښيي چې په وينا يې د وسله والو مخالفينو د ګواښ له کبله يې دغې چارې ته اجازه ورکړې وه، خو د ټاکنو کمېسيون يو شمير سرچينې وايي د ولسمشر په غوښتنه او په انتخاباتو کې د درغليو د ترسره کولو لپاره دغه پريکړه شوې وه.

د انتخاباتو کمېسیون وايي، په ټول هېواد کې يواځې دوه ميليونه کسانو د رايه ورکولو لپاره نومليکنه کړې چې دا د راتلونکو انتخاباتو لپاره ډېره کمه شميره ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close